تازه خبرونه
افغانستان په جګړه کې ښکېل نهدی، چې ملګري ملتونه ورته استازی وټاکي – ذبیح الله مجاهد
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب په اړه له اعتراضونو وروسته د اسلامي امارت ویاند ويلي، هېواد یې په داسې شخړه او جګړه کې ښکېل نهدی، چې ملګري ملتونه یې د ځانګړي استازي له لارې منځګړتیتوب وکړي.
د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب په اړه اسلامي امارت د اعتراض ګوته پورته کړې او څرګندوي؛ افغانستان په داسې شخړه او جګړه کې ښکېل نهدی، چې ملګري ملتونه د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره استازی وټاکي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالف دی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) شتون کافي ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې، ثبات او امنیت ټینګ شوی دی.
د نړیوالو اړیکو په برخه کې کارپوهان هم په افغانستان کې د یوناما حضور کافي ګڼي او څرګندوي، چې د ملګرو ملتونو لهخوا د نوي استازي ټاکل به د یوناما له موازي کولو او د جنجالونو له رامنځته کولو پرته پر افغانستان کوم مثبت اغېز ونهکړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ که له اسلامي امارت سره تعامل د ملګرو ملتونو هدف وي؛ نو دغه موضوع دې په کابل کې د دې ټولنې د دفتر له لارې تر څارنې لاندې ونیسي.
د افغانستان ګاونډ ایران ويلي، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ګاونډ هېوادونو او سیمهییزو ټولنو په نوښت په افغانستان کې د شرایطو د ښه کېدو لپاره زمینه برابریدای شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي له ټاکل کېدو سره د کابل له پرلهپسې مخالفت سره – سره امریکا له دې مخکې ویلي، چې د دغه ډول ماموریت ملاتړ کوي او د اسلامي امارت په ګټه دی.