تازه خبرونه

افغانستان په دریمه لوبه کې هم د سکاټلنډ پر وړاندې بریا ترلاسه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان د شل اووریز نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې په دریمه لوبه کې هم چې د کوربه سکاټلنډ پر وړاندې یې وکړه، بریا ترلاسه کړه.

د لوبې لومړی اننګز افغان ملي لوبډلې پیل کړ چې د ټولو شلو اوورونو په لوبولو سره یې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۰ منډې جوړې کړې.

خو سکاټلنډۍ لوبډلې بیا په نولسم اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې ۱۷۳ منډې یې جوړې کړی شوې چې پدې ترتیب بریا بیا هم د افغان ملي پوښو په برخه شوه.

تر دې مخکې د سیالیو په دوو نورو لوبو کې افغانستان د هالنډ او عربي متحده اماراتو پر وړاندې هم بریا خپله او نړیوال جام ته یې لاره لنډه کړې ده.

افغانستان خپله څلورمه لوبه نن د کینیا پر وړاندې کوي.

رامنځته کول دي.

Trending

Exit mobile version