لوبی

افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې له ارجنټاین سره سیالۍ ته چمتو دی

دا لوبه به د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۰۰ بجو د تاشکند په همو آرینا کې پیل شي.

Published

on

نن ( چارشنبه د وږي اته‌ویشتمه / د سپټمبر اتلسمه ) د ازبکستان د فوټبال نړیوال جام سیالیو پر پېنځمه ورځ افغانستان په C ګروپ کې له ارجنټاین سره لوبه کوي.

دا لوبه به د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۰۰ بجو د تاشکند په همو آرینا کې پیل شي.

په داسې حال کې، چې دواړو لوبډلو په خپلو لومړنیو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي؛ تاریخ د ارجنټاین په ګټه دی، چې د نړۍ پر کچه پېنځم ځای لري، خو د افغانستان ملاتړي افغان لوبډله خوښوي، چې په دېرشم مقام کې ده.

افغان مینه‌وال، چې د دې لوبې لپاره تاشکند ته روان شوي؛ ترې د اور لوبې او ګل اچونې تمه کیږي، ځکه دواړه لوبډلې د بریا لپاره لوبه کوي.

افغان لوبغاړی اکبر کاظمي له لوبې مخکې په خبرو کې ویلي:  فکر کوم، چې دا به د ملاتړو لپاره ډېره زړه‌راکښونکې ننداره وي. ډېرې موخې به ولري.

مونږ غواړو ښکلي فوټسال ولوبوو او ارجنټاین هم همدارنګه. مونږ به پوره هڅې وکړو؛ ځکه، چې غواړو د خپل ګروپ لومړی ځای خپل کړو.

دغه راز ټاکل شوې، چې د چارشنبې پر ورځ انګولا – اوکراین، لیبیا – قزاقستان او اسپانیا د نیوزیلینډ پر وړاندې لوبې وکړي.

هغه افغان مینه‌وال، چې نشي کولی د نن شپې لوبه حضوري وویني؛ کولی شي د لوبې د لیدو لپاره آریانا ټلویزیون وګوري.

اریانا ټلویزیوني شبکه د دې نړیوال جام رسمي خپرونکې ده او هره ورځ دا لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

Trending

Exit mobile version