سیمه ییز خبرونه

افغانستان په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر جوړيدو مشروط ملاتړ كوي- جاويد لودين

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين كه څه هم په قطر كې د طالبانو لپاره د يوه سياسي دفتر د جوړولو په اړه د امريكا د ليوالتيا  خبر نه تائيدوي، خو وايي كه جوړهم شي  دا دفتر به نړيوال رسميت ونه لري او يوازې د سولې د خبرو لپاره به د يوې پتې په توگه كارول كيږي .

دا په داسې حال كې ده، چې  نړيوالو رسنيو د لوديځو ډيپلوماټانو له قوله ويلي، چې امريكا د روان عيسوي كال ترپايه په قطرکې د طالبانو لپاره د يوه مرکزي سياسي دفتر له پرانیستلو سره سلا کړې ده.

د لندن ټایمز ورځپاڼې رپوټ خپور كړى، چې:

د امریکا متحده ایالات د روان عيسوي کال ترپایه  په قطر کې د طالبانو لپاره د مرکزي سیاسي دفتر د پرانستلو پلان تصویب کړى دى .

د  دغې رسنۍ  په حواله لوېدیځو ډیپلوماټانو ویلي، چې:

د دې كار موخه داده، چې لوېدیځوال له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې پیل کړای شي.

د افغا نستان د بهرنيو چاروزارت سياسي مرستيال جاويد لودين كه څه هم دغه رپوټ نه تائيدوي ، خو  په  بهر كې د طالبانو د  دفتر پرانيستل د سولې پروسې په پرمخ بيولو كې اغېزناك گڼي .

جاويد لودين وايي، چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره  كوم  ځانگړى ادرس نه لري؛ نو له دې لامله، چې طا لبانو ته د اعتماد فضا را منځته شي، په هر هغه  هېواد كې، چې د طالبانو د امنيت ضمانت وشي دوى چمتو دي، چې د هغوى لپاره دفترپرانستل شي، خو دا  دفتر به نړيوال رسميت ونه لري .

ویل کېږي، چې په قطرکې د افغانستان د اسلامي امارت په نامه د طالبانو دا نماینده گي به له ۲۰۰۱ع وروسته، چې د دوی رژیم را وپرزول شو، په نړیواله سطحه د طالبانو لومړنی په رسمیت پېژندل شوی دفتر وي.

له تېریوه  کال راهیسي داسې رپوټونه خپريدل، چې طالبان به په قطر، ترکیه او یا هم متحده عرب اماراتو کې دفتر پرانیزي.

تردې مخکې په یوه درېيمگري هېواد کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو په تړاو ویل شوي وه، چې:

طالبان یوازې په هغه صورت کې حاضر دي، چې په ترکیه یا قطر کې دفتر پرانیزي، چې د افغانستان د اسلامي امارت په نوم یاد شي.

نړيوالو رسنيو د لوديځو ډيپلوماټانو له قوله ويلي، چې په قطرکې د طالبانو د دفتر پرانستل به د افغانستان د لس کلنې جگړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې په موخه په خبرو كې مرسته وكړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version