سیمه ییز خبرونه
افغانستان په كرنه كې د نه پانگونې پر لامل پرمختيايي موخو ته نه دى رسيدلى
افغانستان د كرنې په برخه كې د لازمې نه پانگونې له كبله نه شي كولى د ملگرو ملتونو پرمختيايي موخو ته ځان ورسوي.
د افغانستان حكومت د ملگرو ملتونو د پرمختيايي زريزې د ټاكل شويو موخو په وړاندې د ستونزو او لاسته راوړنو د ارزونې څلورمه ناسته د يكشنبې په ورځ(د حرغومې ۸) په كابل كې جوړه كړه.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي:
ملگرو ملتونو د لږ پرمختلليو هېوادونو لپاره اووه موخې ټاكلي، چې بايد تر ۲۰۱۵ م كال پورې ورته ورسيږي؛ خو په افغانستان كې د ستونزو له كبله دغو موخو ته د رسيدو لپاره ۲۰۲۰ كال ټاكلى دى.
د دغو ټاكل شويو موخو پر اساس افغانستان به د بېوزلۍ، روغتيايي خدمتونو، د ميندو او ماشومانو د مړينې ، روغتيايي اوبو، پوهنې، جنسيت په برابرۍ او د ايډز په شان د خطرناكو ناروغيو په وړاندې مبارزه او نړيوال مشاركت په برخه كې هڅې وكړي.
د كرنې وزير محمد آصف رحيمي وايي، د ستونزو د ډېرښت له كبله ښايي افغانستان ونه توانيږي، چې دغه موخو ته تر ټاكلې نېټې ځان ورسوي.
د ټاكل شويو موخو پر اساس افغانستان بايد تر ۲۰۲۰ م پورې د ټول نفوس ۶۱ سلنه بايد روغتيايي اوبه او ۶۶ سلنه پاك چاپېريال ولري او د بېوزلۍ كچه بايد ۲۱ سلنې ته راټيټه شي.