لوبی
افغانستان په لومړۍ شل آوریزه لوبه کې زمبابوې ته پر ۶ ویکټو ماتې ورکړه
(Last Updated On: غبرګولى ۲۱, ۱۴۰۱)
د افغانستان کرکټ لوبدلې د شنبې پر ورځ په لومړۍ شل آوریزه لوبه کې لومړۍ لوبه پر شپږ ویکټو له زیمبابوی وګټله.
افغان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه، زمبابوې د ۸ لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره نجات مسعود لومړی توپ وهنه وکړه او درې ویکټې یې واخیستې. فضل الحق فاروقي، محمد نبي او راشد خان یوه یوه وېکټه واخیسته.
د زیمبابوې ریان برل هم درې ویکټې واخیستې. سکندر رضا په دې لوبه کې تر ټولو زیاتې ۴۵ منډې جوړې کړې.
د یادونې ده، چې افغانستان به سبا (یکشنبه) خپله دوه یمه شل آوریزه لوبه وکړي.