لوبی
افغانستان په نړیوال جام کې سریلانکا ته پر ماتې ورکولو له درېیمې بریا برخمن شو
د هېواد کرکت ملي لوبډلې د پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې درېیمه بریا سریلانکا لوبډلې ته د ۷ ویکتو پر توپیر خپله کړه.
د لوبې پچه د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپاچړنې پرېکړه وکړه.
سریلانکا د لوبې په لومړۍ نیمايي کې پر ۴۹.۳ اورونو د خپلو ټولو لوبغاړیو پر سوځیدو افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.
د توپاچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي څلور، مجیب الرحمن دوه، عصمت الله عمرزي او راشد خان یوه – یوه ویکته واخیسته.
سره له دې، چې رحمان الله ګربز په صفر کې له لوبغالي ووت؛ خو افغانستان وتوانید، چې ټاکل شوی هدف په ۴۵.۲ اورونو کې پوره او په نړیوال جام کې خپله درېیمه بریا ترلاسه کړي.
د توپوهنې په برخه کې عظمت الله عمرزي ۷۴، رحمت شاه ۶۲، حشمت الله شهیدي ۵۸ او ابراهیم ځدراڼ ۳۹ منډې وکړې.
له دې بریا سره افغانستان د دې جام د نمرو په جدول کې پېنځم ځای خپل کړ او له پاکستان، انګلستان، بنګله دېش، سریلانکا او هالند څخه پورته ولاړ.
د هېواد کرکت ملي لوبډله به د جمعې پر ورځ له هالند سره مخ شي.
د یادونې ده، چې د یاد نړیوال جام ټولې سیالۍ د افغانستان په جغرافیه کې له آریانا تلویزون څخه هره ورځ پر ژوندۍ بڼه خپریږي.