تازه خبرونه

افغانستان په نګورنو قره باغ کې جګړه د اندېښنې وړ بولي

Published

on

(Last Updated On: تله ۷, ۱۳۹۹)

د بهرنیو چارو وزارت د نګورنو قره باغ په لانجمنې سیمه کې د آرمنستان او آذربایجان ترمنځ پر روانو نښتو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې وزارت د دواړو لوریو تر منځ د شخړې له کبله رامنځته شوي ځاني او مالي زیانونه د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي، چې د نګورنو قره باغ  اړوند سیمه په نړیواله کچه د آذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: افغانستان د نګورنو قره باغ د نیواک پای ته رسول غواړي او پدې اړه د آذربایجان د خلکو، حکومت او نړیوالو له هڅو ملاتړ کوي.

دې وزارت په سیمه کې د بیا اوربند غوښتنه کړې او غواړي، چې د دغه اوږد مهاله بحران سوله ییز حل رامنځته شي.

د دوشنبې پر ورځ د آرمنیا او آذربایجان تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي. ویل کیږي، چې دواړو لوریو په شخړه کې هوایي ځواک، توغندی او توپخانې کارولې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې د سویلي قفقاز په سیمه کې د بې ثباتۍ په اړه اندښنې راپورته کړي؛ ځکه، چې د نړۍ بازارونو ته د تېلو او ګازو د نللیکو دهلیزونه له ګواښ سره مخ کوي.

رویترز راپور ورکړ، چې د شخړې او جګړې له پراخیدو سره به سیمه ایزو ځواکونو لکه روسیې او ترکیې ته د لاسوهنو زمینه برابره شي.

مسکو له آرمنیا سره دفاعي تړون لري. پداسې حال کې، چې انقره په آذربایجان کې د خپلو ترکي توکميزو ډلو ملاتړ کوي.

په آرمنیا کې دېرکي عیسویان او په آذربایجان کې مسلمانان دي، چې د لسیزو راپدیخوا د نګورنو قرباغ پر خاوره، چې په آذربایجان کې ده دواړه لوري جنګ کوي.

نګورنو قره باغ  د آرمنیانو تر ادارې لاندې دی او په سیمه کې ځینې وختونه د آرمنیا او آذربایجان ترمنځ نښتې کیږي.

د ارمنستان پارلمان د ترکیې پر ملاتړ د آذربایجان بریدونه پر نګورنو قره باغ بشپړ پلان شوی برید نوموي، چې د انقرې لاسوهنه به سیمه نوره هم بې ثباته کړي.

د یادونې ده، چې آذربایجان په دې جګړه کې د خپل متحد ترکیې لاس لرل رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version