سوداگري
افغانستان په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له دوه میلیون لیتره ډېرې شیدې تولید کړي
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویلي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د ټول هېواد په کچه له دوه میلیون لیترو ډېرې شیدې تولید شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې: د ۱۳۹۹ لمریز هجري کال په بهیر کې دوه میلیون و یو سلو اویا زره ۹۷۳ لیټره شیدې تولید شوې دي.
د کرنې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې شيدو ډېره برخه په فاریاب، بغلان، تخار، میدان وردګ، هرات ، بلخ، کندهار، کندوز او سمنګان ولایتونو کې تولیدیږي.
د کرنې وزارت زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې د غواګانو د شیدو یو زر و ۸۱۹ فارمونه جوړ شوي دي.
دغه وزارت په ډاګه کړې، چې په کندهار ولایت کې د فارمونو شمېر ډېر دی او له کندهار وروسته هرات، کابل، ننګرهار، پکتیا، غزني او لغمان ډېر فارمونه لري.
د افغانستان د کرنې وزارت ویلي؛ مونږ په کال کې ۲.۹ میلیون لیټره شیدو ته اړتیا لرو او نږدې یو میلیون لیټره واردوو.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د غواګانو د روزلو ښه وړتیا لري، چې دا مهال شاوخوا څلور میلیون غواوې او شاوخوا ۲۰ میلیونه وزې او پسونه لري.