تازه خبرونه
افغانستان چا ته د سفارت پرانستلو زارۍ نهکوي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ويلي، افغانستان به له کوم هېواده ونهغواړي، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
ذبیح الله مجاهد په یوه ویډیویي پیغام کې ټینګار کړی؛ هرهېواد د امریکا په ګډون کولی شي په کابل کې له کوم خنډ پرته د خپل سفارت پرانیسته وکړي. ټول هېوادونه، چې غواړي په کابل کې خپل سفارت فعال کړي او له ډیپلوماټیکو لارو دې له اسلامي امارت سره په اړیکه کې شي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې دا مهال په کابل کې له شپاړس ډېر سفارتونه فعال دي او امنیت یې هک خوندي دی.
مجاهد په دې اړه ویلي: د سفارتونو پرانیستل د هېوادونو له خپلې پرېکړې سره تړلي؛ افغانستان په دې برخه کې هیچا ته زارۍ نهکوي. که دوی وغواړي، چې خپل سفارت فعاله کړي؛ افغانستان هیڅ خنډ نلري او امنیت ورته هم خوندي شوی دی. اوسمهال په کابل کې د ۱۶ هېوادونو سفارتونه لرو، چې ټول فعال دي او کومه ستونزه نلري.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د سیمې او نړۍ هېوادونه کولی شي د فشار د انتخاب پر ځای له افغانستان سره د تعامل لار غوره کړي.
هغه ټینګار کړی: هغه څه، چې مونږ یې د فشار په توګه وینو او یا اورو؛ هغه څه دي، چې هدف ته نه رسېږي. د افغانستان خلک به فشار ته تسلیم شوي هم ندي. دا غوره ده، چې همغږي او تعامل وي.
له درې کلونو څخه په لږ وخت کې هیڅ هېواد د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته حاضر شوی ندی؛ خو د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره یو شمېر هېوادونو اړیکې نیولې او په بهر کې ۳۸ سیاسي استازولۍ د بهرنیو چارو وزارت لهخوا رهبري کیږي.
د ۲۰۲۱ میلادي کال له سیاسي بدلون راوروسته یو شمېر هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو فعالیت ودراوه او دا مهال یو شمېر نورو هېوادونو په قطر کې د افغانستان لپاره خپل سفارتونه فعال کړي دي.