تازه خبرونه
افغانستان چمتو دى، چې له سارک سازمان د همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولسمشر غني وايي، افغانستان چمتو دى، چې له سارک سازمان سره د انرژۍ، د بېړني حالت د مدیریت او د سازمان شویو جرمونو او قاچاق په مخنیوي کې درې تفاهم لیکونه تصویب کړي.
نوموړي دغه څرگندونې، تېره ورځ د سویلي آسیا د هېوادونو د همکارۍ د سازمان سارک له سکرتر جنرال ارجون تاپا سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کتنې پرمهال کړې دي.
ولسمشر غني ویلي، د افغانستان حکومت له سارک سازمان سره بشپړه همکاري لري او د دغه سازمان دغې غوښتنې ته تیار دی، چې د انرژۍ، د بېړني حالت د مدیریت او د سازمان شویو جرمونو او قاچاق په مخنیوي کې درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.
د سارک سازمان سکرتر جنرال ارجون تاپا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس د افغانستان لپاره مهم فرصت وباله او همدارنگه یې د افغانستان د حکومت له کوربتوب څخه مننه وکړه.