بی بی سی پښتو
افغانستان کې تېره اونۍ تاوتریخوالی کابو ۳۰۰٪ ډېر شوی
د افغانستان د ملي امنیت شورا اداره، وايي تېره اونۍ په افغانستان کې تاوتریخوالی نژدې ۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې یوازې تېره اونۍ ۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې نښتې او جګړې شوي چې پکې د جګړې ښکېلو خواوو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله مرګ ژوبله اوښتې.
په افغانستان کې تېرې څه باندې دوه اونۍ ډېرې خونړۍ وې. په جګړې د ښکلېو خواوو ترڅنګ لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله پکې اوښتې ده. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې تاوتریخوالی د روژې د دویمې اوونۍ په پرتله څه چنده ډېرشوی دی.
کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازه برید؛ لسګونه کسان وژل شوي
- ننګرهار برید: د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي؛ وروسته د کور مېرمنې زړه هم درېدلی
- اشرف غني: موږ روغتونونه جوړوو، ترهګر یې ورانوي
- ګردېز کې د افغان پوځ پر تاسیساتو د طالبانو برید؛ چارواکي وایي ۵ ملکیان وژل شوي
- کابل روغتون برید: هغه ښځه چې یتیمو ماشومانو ته تی ورکوي
په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغانستان له غور، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کونړ، فراه او ځینو نورو ولایتونو د تاوتریخوالي خبرونه خپاره شوي.
د غور مسؤلین وايي تېره شپه د فېروز کوه اړوند سیمې کې د وسله والو په برید کې ۳ تنه امنیتي کسان وژل شوي او لس تنه نور یې وسله والو بریدګرو له ځان سره بېولي دي.
دغه راز د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وايي په خوشامند ولسوالۍ کې تېره شپه په یوه برید کې ۱۴ تنه طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپيان دي.
د پکتیا ولایت په بېلابېلو برخو کې هم د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
وسله والو طالبانو د دغو تلفاتو په اړه لا څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره سره امریکا له افغانستان د خپلو پوځیانو پیل کړی دی. امریکا ویلي له طالبانو سره د سولې موافقې پر بنسټ به خپل ۵۰۰۰ پوځیان له افغانستان وباسي چې په دې سره به یې په افغانستان کې د پاتې شويو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ شي، چې ښايي تر راتلونکي کاله خپل ټول پوځیان وباسي.