تازه خبرونه

افغانستان کې له شپږ میلیون زیات وګړي په بیوزلي کې ژوند کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالداري وزارت مسولین وایي، لا هم افغانستان کې له شپږ میلیون زیات وګړي په بیوزلي کې ژوند کوي.
د دې وزارت مسولین وایي، د مرستندویه سازمانونو په همکاري سره یې تر اوسه د دې وګړو یو اعشاریه دوه سلنې برخې ته رسیدګي کړې ده؛ بلخوا د خوراک د نړیوال سازمان مرستیال وایي، کوم کسان چې افغانستان کې په بیوزلي کې ژوند کوي، زیاتره یې ماشومان او امیندواره ښځې دي.
د کرنې او مالداري وزارت مرستیال میرامان الدین حیدري، په کابل کې د خوراک د څلور دېرشمې نړیوالې ورځ د لمانځنې په مراسمو کې چې موخه یې له خوارځواکي او لوږې سره مبارزه ده زیاته کړه؛ افغانستان له هغو هېوادونو دی چې زیات وګړي یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
په همدې حال کې د خوراک د نړیوال سازمان مرستیاله انجلین رود کوبنا وایي، دا اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې له لوږې او بیوزلي سره مبارزه وکړي. د هغې په وینا، له بیوزلي د خلکو د ژغورنې یواځینۍ لار د کرنې په برخه کې د کلیوالو میرمنو کار دی.
کوبنا وایي: (مونږ ژمن یو چې په افغانستان کې بیوزلي او لوږه صفر ته را ښکته کړو. مونږ هیله من یو ټول افغانان که هغه ښځې دي او که نارینه روغتیایي خوراک ولري. د خوراک نړیوال سازمان به د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره د افغان حکومت او مدني ټولنو ملاتړ ته دوام ورکړي).
د خوراک د نړیوال سازمان د ادارې مسولین وایي، حکومت او نړیوال سازمانونه باید کورنیو تولیداتو ته وده ورکړي او کروند ګر حمایه کړي.

Trending

Exit mobile version