بی بی سی پښتو
افغانستان کې “هرو ۱۰ کې ۳ نجونې” د میاشتني عادت پر مهال له زدکړو پاتېږي
د افغانستان پوهنې وزارت د نجونو په ټولو ښوونځیو کې د پاکو اوبو او مناسبو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په اړه خبر ورکړی دی.
د دې چارې موخه د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال په ښوونځیو کې نجونو ته د سالم چاپېریال برابرول بلل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره د وجهي صندوق یا یونسف استازی وايي، د دوی موندنې ښيي، پنځوس سلنه نجونې چې په لومړي ځل ناروغه کېږي په دې اړه هیڅ نه پوهېږي، له همدې کبله ښوونځي ته له تګ ډډه کوي.
د یونسف ارزونې ښيي ۳۰ سلنه نجونې د میاشتنۍ ناروغي پر مهال ښوونځي ته نه ځي.
اوس د افغانستان د پوهنې، روغتیا او کلیو پراختیا وزارتونه وايي، زدکوونکو نجونو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ګډ کار کوي.
په همدې حال کې یوه ډله نجونو د ټولنیزو رسنیو له لارې میاشتنۍ ناروغي ناوړه دود نه دی په نوم هڅې پیل کړې چې دې برخه کې نجونو ته پوهاوی ورکړي.
شکریه مشعل چې د دغې ډلې یوه غړې ده وايي، په افغانستان کې زیاتره نجونې په دې تړاو بحث شرم ګڼي، خو دغه ډله غواړي د پوهاوي له لارې دا دود مات کړي.
د دغو وزارتونو چارواکو په خبري غونډه کې وویل دوی به په دې برخه کې په ګډه کار وکړي، د مناسبو تشنابونو جوړول، د پاکو اوبو برابرول او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه پروګرام عمده برخې دي چې ټاکل شوې په ښوونځیو کې ترسره شي.