بی بی سی پښتو

“افغانستان کې یو میلیون ښځې او ماشومان په نشو روږدي دي”

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دې هېواد کې نږدې دوه نیم میلیونه وګړي چې ۴۰ سلنه یې مېرمنې دي نشه یي توکي کاروي. یاد وزارت وايي، د لېرې پرتو سیمو مېرمنې دوه برابره ډېرې د ښاري مېرمنو پرتله په نشه یي توکو روږدې دي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۸۵۰ زره مېرمنې نشه يي توکې کاروي، او هيڅ داسې ولسوالۍ نشته چې په هغې کې دې څو مېرمنې روږدې نه وي.

اوس مهال په افغانستان کې د ښځينه روږدو د درملنې لپاره یوازې شل مرکزونه فعال دي چې د کم شمېر روږدو د منلو وړتیا لري.

په ټول هېواد کې د روږدو د درملنې لپاره ۴۰۷۰ بسترونه ځانګړي شوي دي چې له ډلې یې یوازې ۱۸ سلنه د مېرمنو لپاره دي.

“د نشې عادت مې له خپل مېړه واخیست”

بي بي سي وتوانېده چې د یوې لېرې پرتې ولسوالۍ داسې ځوانې ښځې سره خبرې وکړي چې په نشه يي توکو، په تېره په هیرویینو روږدې ده.

دا ښځه نه غواړي چې هویت یې وښودل شي، خو ادعا کوي‌ چې د نشې عادت یې له خپل خاوند اخیستی او درې ماشومان یې هم روږدي شوي دي. هغې بي بي سي ته وویل:

“زما د خاوند مور یې هم څکوي او پلار یې هم څکوي. زما خپل اولادونه یې هم څکوي. په ماشومانو باندې لوګی پوف کوو، لویان لوګی څکوي او کوچنیانو ته یې ور پوف کوو. شل ورځې مې سخت درد لاره او لس ورځې چې د دیتوز دورې وخت وو نو هغه وخت مې ډېر زیات درد درلود. اوس بیا هیڅ درد نه لرم هیڅ شی نه لرم”.

دا ښځه چې په راتلونکې پسرلي کې ۳۶ کلنه کېږي، له یوې میاشتې را په دې خوا یې په یوه روغتیایي مرکز کې درملنه کېږي او په دې توانېدلې چې د اوس لپاره نشې پرېږدي، خو وېره لري چې کور ته له تلو سره به بیا نشو ته مخه کړي.

ماشومان هم له دې کړاوه خوندي‌ نه دي

Getty Images

په افغانستان کې د روږدو ماشومانو شمېر ۱۵۰زره ته رسېږي چې دا ترو ټولو زیان منونکې ډله ده.

په پلازمېنه کابل کې چې ډېر شمېر روږدي لري، د ښځینه وو د درملنې لپاره یوازې ۴ مرکزونه دي. د دغه مرکز یوه کارکوونکې ښایسته وايي چې په تېر یوه کال کې یې له ۶سوه ډېرې مېرمنې او لسګونه ماشومان د روږدتیا له منګلو خلاص کړي دي.

“هغه ماشومان چې تر نورو ډېر له مور سره تړلي وي، زیانمن کېږي او ټیټ عمره ماشومان بیا تر نورو لا ډېر د روږدتیا قرباني کېږي. دا حالت ډېر کړکېچن او خطر ناک دی. ډېرې میندې چې موږ ته راځي، له خپلو روږدو ماشومانو سره زموږ مرکز ته راځی”.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کلني ډول یو میلیارد افغانۍ له روږدتیا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، د دې برخې لپاره په ځانګړې شوې بودیجه له هرو سلو روږدو یوازې د یوه کس درملنه کېدای شي.

د روغتیا وزارت ویلي دي چې د ټولو روږدو د درملنې لپاره په کلني ډول ۱۰۰ملیارده افغانیو ته اړتیا ده.

افغانستان د نشه يي توکو لوی تولیدوونکی هېواد او د نشه یي توکو د یوه اصلي کاروونکي په توګه د بدلېدو په حال کې دی.

Trending

Exit mobile version