لوبی
افغانستان یوګانډا ته پر ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن سهار د غبرګولي پېنځلسمه د ۲۰ اوریز نړیوال جام د سي ګروپ په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
رحمان الله ګربز (۷۶) او ابراهیم ځدراڼ (۷۰) د ۱۵۴ منډو له زړه پورې ملګرتیا سره د بریا بنسټ کېښود. افغانستان د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو ۱۸۴ منډې جوړې کړې.
د دې لوبې پر مهال ۴ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهل شوې.
ورپسې فضل الحق فاروقي خپله ښه توپاچونه وکړه، چې ۵ ویکټې یې واخیستې او ۹ منډې یې وکړې.
د شل اوریز کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې فضل الحق فاروقي له درې نورو لوبغاړو وروسته د یوې لوبې تر ټولو ښه توپاچونه وکړه.
د غوره توپاچونې درې نورو لوبغاړو؛ په ۲۰۱۲ کال کې د سریلانکا اجنټا منډیس ۶ ویکټې او ۸ منډې کړي، په ۲۰۱۴ کال کې د سریلانکا رنګانا هرات ۵ ویکټې او ۳ منډې لري او د پاکستان عمر ګل ۵ ویکټې او ۶ منډې په ۲۰۰۹ ز. کال کې کړې دي.
د یوګانډا لوبډله په ۱۶ اورونو کې د ۵۸ منډو پر جوړولو وسوځیده.
د افغانستان راتلونکې لوبه به د شنبې پر سهار څلور بچې د غبرګولي نولسمه / د چون اتمه د نیوزیلینډ له پیاوړې لوبډلې سره وي، چې د نړیوال جام په لومړي پړاو کې به یوه مهمه لوبه وي.
لوبې پر ژوندۍ بڼه وګورئ!
آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون د ۲۰ اوره انړیوال جام ټولې سیالۍ پروندۍ خپروي.
د دغو سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات هم په منظمه توګه په آریانا نیوز او ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ نو له مونږ سره اوسئ.
