تازه خبرونه

افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان له لاسوهنو د شکایت کولو موکه له لاسه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې یو شمېر غړي نیویارک ته د اجرايي رییس په مشرۍ په تللي پلاوي سختې نیوکې کوي چې ګواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته يې د پاکستان د لاسوهنو له کبله خپل شکایت ونه کړ. دوی وايي چې له داعش څخه د پاکستان د ملاتړ او په افغانستان کې د داعش په وسیله خپلو موخو ته د پاکستان د رسېدو هڅې هم بابېزه وګڼل شوې.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان د لاسوهنو له کبله د شکایت کولو فرصت له لاسه ورکړ. دغه غړي د اجرايي رييس په مشرۍ د ملګرو ملتونو اویایمې غونډې په تللي پلاوي سختې نیوکې کوي چې ملګرو ملتونو ته یې د هغو ستونزو یادونه ونه کړه چې افغانستان د پاکستان د لاسوهنو له کبله ور سره لاس او ګرېوان دی.

په ولسي جرګه کې د باميانو ولایت د خلکو استازی فکوري بهشتي وايي: «د افغانستان د نا امنۍ او هغه بهرني لاملونه چې له امله يې مخالفین تمویل او تجهیز کېږي، ملګري ملتونه هغه ځای دی چې باید دغه ستونزه په کې وړاندې شوې وای. خو افغانستان خپل فرصت له لاس ورکړ اجرایه رییس باید چې د خلکو غږ د نا امنیو په اړه نړيوالو ته رسولی وای خو په له بده مرغه چې دا فرصت یی هم له لاس ورکړ.»

په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازی نادرخان کټوازی وايي: «د ملګرو ملتونو په غونډه کې مهم مسایل و چې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو په غونډو کې یاد شوي خو هېڅ پايله يې نه ده ورکړې. دا مسایل باید په زغرده یاد شوي وای اسناد موجود وو، ولې يې نه یادوي فکر کوم چې پاکستان تېر ایستی او تر غونډې وروسته به بیا هم هغه خبرې وي.»

همدازار د ولسي جرګې یو شمېر غړي له داعش څخه د پاکستان په ملاتړ او په افغانستان کې د دغې ډلې په فعالیت هم اندېښنه څرګندوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازی عبدالحی اخند زاده وايي: «په افغانستان کې اصلي نه بلکې جعلي داعش دي، دوی خپل فعالیتونه پیل کړي او پاکستان یی تر شا دی په نورو سیمو کې د طالب په نوم او په ننګرهار او شمالي ولایتونو کې يې د جعلي داعش په نوم سپارلي دي.»

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی علی اکبر قاسمي وايي: «داعش سرتېري جذبوي موږ ته هم د ملګرو ملتونو راپور مستند و چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې فعالیت کوي د خلکو له اقتصادي ستونزو څخه په استفاده يې خپلو لیکو ته جذبوي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو هم د یوه راپور په خپرولو په افغانستان کې د داعش جګړه مارو له زیاتوالي څخه خبر ورکړی. په دغه راپور کې ویل شوي داعش ډلې د افغانستان په پنځه ويشتو ولايتونو کې نفوذ کړى او پلويان يې په زياتېدو دي.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version