تازه خبرونه

افغانستان ۱۴۰۲ کال هم له نړیوال مشروعیت پرته تېر کړ

Published

on

اسلامي امارت په  ۱۴۰۲  لمزیز لېږدیز کال کې هم  د نړیوال مشروعیت له بحران سره و او ونه توانید، چې په ملګرو ملتونو کې د یوه مشروع حکومت په توګه خپل ځای ترلاسه کړي.

نړیوالې ټولنې د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د چارسمبالي حکومت د چلند او سختو قوانینو له کبله پر اسلامي امارت خپل بندیزونه روان ساتلي او خبرداری یې ورکړی، چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه خپله تګلاره بدله نکړي؛ پر رسمیت به ونه‌پېژندل شي.

د نړیوال مشروعیت له ستونزو سره – سره په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره په ډیپلوماټیکو اړیکو کې پرمختګ وکړ او چین د لومړي هېواد په توګه په کابل کې خپل رسمي سفیر معرفي کړ او په بیجینګ کې یې د اسلامي امارت رسمي سفیر ومانه.

اسلامي امارت ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال له لاسته راوړنو ډک بولي او څرګندوي، چې له نورو هېوادونو سره یې د اړیکو د پراخولو په برخه کې پرمختګونه کړي دي.

په دې کال کې له اسلامي امارت سره د افغان سفارتونو تعامل روان وساتل شو او په هالینډ او هسپانیه کې د افغانستان سفارتونو هم د بهرنیو چارو له وزارت سره خپل تعامل اعلان کړ.

د دې کال په اوږدو کې له اسلامي امارت سره همغږې ډیپلوماتیکې ډلې په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ چارې تر لاسه کړې.

دغه راز د افغانستان لویدیځ ګاونډ ایران په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې له اسلامي امارت سره د هلمند سیند د اوبو پر سر ناندرې د خبرو له لارې پای ته ورسولې.

پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت ادعاوې روانې وساتلې او له همدې کبله د کابل او اسلامآباد اړیکې تتې او ترینګلې پاتې شوې. دا اړیکې هغه وخت نورې هم کړکېچنې شوې، چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د میلیونونو افغانانو د وهلو، سپکولو او جبرې شړلو پرېکړه وکړه.

سیاسي شنونکي پدې باور دي، چې ګاونډيان او د سیمې هېوادونه ندي توانېدلي، چې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره پر یوې مشخصې تګلارې هوکړه وکړي.

په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د اسلامي امارت کابینه چارسمبلې پاتې شوه. په دې کال کې له بهره د افغان سیاستوالو او سیاسي مخالفانو راتګ راتګ هم روان پاتې شو.

اسلامي امارت ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال له لاسته راوړنو ډک بولي او څرګندوي، چې په دغه کال کې له نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې او یو لړ پرمختګونه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوال مشروعیت نشتوالی د یو شمېر هغو هېوادونو سلیقوي چلند ګڼي، چې ملګري ملتونه یې په خپل واک کې اخیستي دي.

اسلامي امارت دا مهال په ۳۸ هېوادونو کې فعال ډیپلوماټیک ماموریتونه لري او آذربایجان هم غواړي، چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

ولیدل شي، چې په ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال کې به اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت بحران پای ته ورسوي او که نه؟! دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.

Trending

Exit mobile version