سوداگري

افغاني صادراتي محصولات له يو ځانګړي مارك سره نړيوالو ماركېټونو ته وړاندې كېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له دې وروسته به افغاني صادراتي توليدات له يو ځانګړي مارك سره نړيوالو ماركېټونو ته لېږل كېږي. دغه څرګندونې د سوداګرۍ وزارت چارواكو په كابل كې د يو كرنيز نندارتون د پرانیستلو پر مهال وكړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايو وزارت چارواكو د كرنيزو محصولاتو د يوه نندارتون د پرانيستلو پر مهال وويل، چي د افغانستان صادراتي محصولات ورځ تر بلي زياتېږي او په خاصه توګه د تېر كال په پرتله سږ كال  د تازه ميوو په صادرات كي ۶۰ سلنه  لوړوالي راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينواري وایی، چي افغانستان د خپلو محصولاتو لپاره تر اوسه كوم نشان يا مارك نه درلوده خو له دې وروسته به ټول افغاني صادراتي محصولات له يو ځانګړي ليبل يا مارك سره نړيوالو ماركېټونو ته وړاندې كېږي.

همداراز د ملي سوادګرو سرتاسري مشر حاجي حسن اندېښه لري، چي د هوايي او ځمکني ترانسپورت، او سړو خونو نه شتون د دوی صادراتو ته زيان اړوي.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال مزمل شينواری دا ستونزې مني او زياتوي، چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره يې پوره هڅې پېل كړي تر څو افغاني صارداتي محصولاتو ته پراختيا وركړي.

دغه وزارت زیاتوي، چې له يو شمېر ګاوڼديو هېوادونو او په ځانګړې ډول له پاكستان سره هوكړې ته رسېدلي د افغان سوداګرو د ترانيزيټي ستونزو په هوارلو كې ورسره همكاري وكړي.

Trending

Exit mobile version