سیمه ییز خبرونه
افغانۍ د بهرنيو اسعارو په وړاندې بې ارزښته شوې
له دوه مياشتو راهيسې افغانۍ د بهرنيو اسعارو په ځانگړي توګه د ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه وركړى دى.
د سې شنبې په ورځ (د لړم۲۳) يو ډالر په پېنځه پنځوس افغانيو بدليده.
د افغانستان بانك رييس نورالله دلاوري وايي، چې:
د اروپايي ټولنې او امريكا لخوا پرايران بنديزونو او له افغانستان څخه د ډالرو قاچاق د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت را كم كړى دى.
د صرافانو د ټولنې استازى طاهرقيومي وايي، چې:
په دې وروستيو كې د افغانستان بانك لخوا بازار ته لږ دالروړاندې كيږي، چې له همدې كبله د دالرو بيه لوړه شوې ده.
د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود وايي:
له هېواده بهر د ډالرو قاچاق د افغانۍ د ارزښت په راكميدو كې مهم رول لوبولي.
كه څه هم د افغانستان بانك مسوولينو له افغانستان څخه د قاچاق شويو دالرو د ارقامو په اړوند څه نه دي ويلي؛ خو ويل كيږي، چې د روان كال په لومړيو درې مياشتو كې له افغانستان څخه درې ميليارد دالر بهرته قاچاق شوي دي.