سیمه ییز خبرونه
افغان اتلان د جنوبي آسيا له فوتبال سياليو بريالي راستانه شول
د افغانستان فوتبال ملي لوډلې په لومړي ځل د جنوبي آسيا د اتلوليو په سيالۍ كې لومړى مقام خپل كړ.
ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ(د وږي۲۰) د جنوبي آسيا په پاى لوبه كې دوه پر صفر هندوستان ته ماته وركړه.
ملي لوبډلې د لوبې په نهمه دقيقه كې لوبه توپاني كړه او مصطفى آزاد زوى د بلال آرزو په ښكلي پاس د هند له دروازې په درې قدمۍ كې توپ پر گول وردننه كړ.
د لوبې لومړۍ برخه يو پر صفر د افغانستان په گټه پاى ته ورسيده.
افغانانو د خپلو اتلانو لوبه سلگونه كيلو متره ليرې د هېواد په گوټ گوټ كې د خپلو تلويزيونونو له پردې وليدله او خپلې ولولې يې څرگندې كړې.
د افغانستان لوبډلې د لوبې د دوه يمې برخې په ۶۲ دقيقه كې د سنجر احمدي په ميړانه دوه يم گول هم د هند پر دروازه وردننه كړ.
د لوبې په بهير كې د هندوستان لوبغاړو ډېره هڅه وكړه، چې له ماتې تېښته وكړي؛ خو لوبه دوه پر صفر د افغان لوبډلې په برياليتوب پاى ته ورسيده او افغان لوبډلې د جنوبي آسيا د اتلولۍ ډالۍ د چهار شنبې په سهار (د وږي ۲۱) كابل ته راورسوله.
افغان ولسمشر پر ويديوي وينا سربېره، چې د ارگ په فيسبوك كې خپره شوه، خپله هم د دولتي چارواكو په ملتيا هوايي ډگر ته د ښه راغلاست لپاره ورغى.
كابل ته د ملي لوبډلې له رارسيدو سره سم په غازي لوبغالي كې د دولتي مشرانو او هېوادوالو لخوا ورته د نمانځنې بشپړ درانه مراسم جوړ او وستايل شول.
ولسمشر حامد كرزي په خپل راليږل شوي پيغام كې د هېواد د اتلانو بريا وستايله، دوى او د افغانستان خلكو ته يې د دې كاميابۍ مباركي ور كړه او په بشپړ ټينگار يې په ډاگه كړه، چې ځوانانو يو ځل بيا وښودله ، چې د ژوندانه په هر ډگر كې د بريا ځواك و واك لري.
دغه راز بيات بنياد، افغان بيسيم او د آريانا تلويزيون نړيوالې شبكې مشرتابه او كاركوونكي د ملي لوبډلې بريالتوب ستايلى او دغه بريا دغو ځوانانو او هېوادوالو ته نيكمرغه او بختوره بولي.
افغانستان د ۲۰۱۱م كال په پايلوبه كې د هند په وړاندې څلور پر صفر د هند په گټه بايللې وه، خو دا ځل يې په نيپال كې خپل بدل واخيست.