تازه خبرونه

افغان اتل بازمحمد مبارز خپل روسي سیال په ګونډو کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو د آزادې برخې اتل بازمحمد مبارز، خپل روسي سیال ماکسیم کتکوف ته ماته ورکړه.

د افغانستان د دغې لوبې اتل د خپل هېواد په وخت د یکشنبې په شپه له خپل سیال سره د سیالۍ ډګر ته ننوت او د لوبې په لومړي پړاو کې یې راڅملاوه او بری د مبارز په برخه شو.

مبارز پخپل دې بري د افغان لوبو ډګر ته یوه بله اتلولي ور زیاته کړه.  

ماکسیم کتکوف، چې د روسي دیو(ام ام ای) نوم یې خپل کړی دی؛ له هغې وروسته، چې خپل روسي سیال  امیرستاروف یې په ګونډو کړ، مبارز ته یې د سیالۍ بلنه وړاندې کړه.

پخپل ځواکمن سیال د مبارز له دې زړه راکښونکي بري وروسته یو شمېرحکومتي چارواکو، سیاستوالو او د افغانستان خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د خپل اتل ویډیوي لوبه او انځورونه خپاره کړل او ټولو هېوادوالو ته یې د خپل اتل د ستر بري مبارکۍ وړاندې کړې.

Trending

Exit mobile version