سیمه ییز خبرونه

افغان امريكايي پوهنتون سناتور احسان الله بيات وستايه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان امريكايي پوهنتون له اته كلونو راهيسې په افغانستان كې فعاليت لري او له دوه زره زيات محصلين په كې زده كړې كوي.
دې پوهنتون ته د بسپنې راټولو پروگرام په واشنگتن كې د ميرمن ليزلي شوايتزر، فريدريك برگر او انجنير احسان الله بيات لخوا جوړ شو.
د برگر شركت رييس فريدريك برگر په افغانستان كې د احسان الله بيات خدمتونه وستايل او وايي، چې:
سناتور احسان الله بيات او د هغه ميرمنې له افغان امريكايي پوهنتون سره پراخ اقتصادي ملاتړ لري. ښاغلي بيات نور د پام وړ خدمتونه هم كړي، چې افغانانو ته يې روغتونونه جوړ كړي، ښوونځي او جوماتونه يې رغولي دي. دغه راز ښاغلي بيات افغانانو ته غوره مخابراتي سهولتونه هم برابر كړي دي.
په دې مراسمو كې انجنير احسان الله بيات د افغان امريكايي پوهنتون د رييس داكتر سيمت هڅې وستايلي.
ده وويل، چې په دغه پوهنتون كې د محصلينو او فارغانو لپاره ځانگړې شبكه جوړه شوې، چې د افغانستان تخصصي څانگه پياوړې كوي. په افغانستان كې د مثبت بدلون لپاره زما او زما د كورنۍ ملاتړ په ځانگړي توگه زما د ميرمنې او لورگانو ملاتړ د بيات بنياد له لارې يو اساسي ماموريت دي. د افغان ميرمنو په روزنه كې د افغان امريكايي پوهنتون رول د پام وړ او غوره دى. خوښ يم، چې په دې پوهنتون كې دغو ميرمنو لپاره د تحصيل زمينه برابره ده او دوى د تخصص له ترلاسه كولو وروسته د كار بازار ته جذبيږي.
په دغو مراسمو كې داكتر سيمت ته هديې هم وركړ شوې.
د روشن شركت د عامل پلاوي مدير كريم جوجا، چې ځانگړى ميلمه و هم خبرې وكړې.
په امريكا كې د افغانستان پخوانى سفير سيد طيب جواد وايي:
له افغان امريكايي پوهنتون څخه فارغو شويو كسانو هم د افغان امريكايي پوهنتون له بېلا بيلو څانگو سره د مرستو ستاينه وكړه.
افغان امريكايي پوهنتون انجنير احسان الله بيات ته د هغه د بشر دوستانه خدمتونو له كبله افتخاري دوكتورا هم وركړې ده.
سناتور احسان الله بيات د بيات بنياد له لارې له تېرو لس كلونو راهيسې د افغانستان په بېلا بېلو برخو كې كاري مرستې كړي دي.

Trending

Exit mobile version