سیمه ییز خبرونه
افغان امنيتي بنسټونه له نړيوالو مرستو پرته خپلې ستونزې اوارولى نشي
افغان امنيتي بنسټونه اوس هم له نړيوالو مرستو پرته نه شي كولاى خپلې ستونزې اوارې كړي.
يو شمېر افغان سياسي او پوځي كارپوهان د دغه مطلب په څرگندولو وايي، چې د افغانستان موقيعت ته په كتو افغان امنيتي بنسټونه له راتلونكيو ننگونو سره د مقابلې توان نه لري.
د سياسي چارو کار پوه جاوید کوهستانی وايي، كه څه هم په تېرو دولس كالونو كې افغان امنيتي بنسټونو د كميت له پلوه پرمختگ كړى؛ خو د كيفيت له اړخه اوس هم له گڼو ننگونو او ستونزو سره مخ دي.
د نظامی چارو کارپوه امرالله امان وايي:
په تېرو دولس كلونو كې په امنيتي بنسټونو كې د ستونزو د نه اواريدو يو لامل دا دى، چې دغه بنسټونه مسلكي مديريت نه لري.
دى زياتوي، چې افغان امنيتي بنسټونه اوسمهال د كورنيو ننگونو سره د مقابلې توان لري؛ خو د بهرنيو هېوادونو له خوا له را پيدا كيدونكيو ننگونو سره د مقابلې ځواك نه لري.
دا اندېښنې په داسې حال كې ښكاره كيږي، چې اوسمهال افغان امنيتي بنسټونه له گڼو ننگونو سره مخ دي: يو د راروانو ټاكنو د امنيت ساتل، بل د روان ميلادي كال په پاى كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل او افغان امنيتي ځواكونو ته په پوره ډول د ټول هېواد د امنيتي مسووليتونو سپارل.
د يادونې وړ ده، چې افغان امنيتي ځواكونه اوسمهال له دغو ننگونو سره د مقابلې چمتوالى نيسي.