سیمه ییز خبرونه
افغان امنیتي ځواکونه د را روانو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت نیولو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دي
د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون پخوانى مشر وايي، هغه ژمنه چې د افغانستان امنيتي ارګانونو د ټاكنو د امنيت د ټينګښت په اړه كړې له مبالغې ډكه ده. هغه ويلي افغان امنیتي ځواکونه د را روانو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت نیولو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دي او په دې برخه كې يې په تېر وخت كې په خپلو كړيو ژمنو عمل نه دى كړى.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د نېټې په را نيژدې كېدو سره د سياسي او امنيتي حالت په اړه اندېښنې هم زياتې شوې دي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون پخوانى رئيس فضل احمد معنوي بي بي سي ته په يوه استولې ليكنه كې ويلي، چې امنيتي ارګانونه د ټاكنو د امنيت د ټينګښت په برخه كې مبالغه كوي.
هغه همدارنګه وايي، امنيتي ځواكونو اعلام كړى، چې كولاى شي په سلو كې له نوي ډېرو مركزونو امنيت ټينګ كړي په داسې حال كې چې د هغه په وېنا د ۱۳۸۹ ل كال په پرتله امنيتي وضعيت ډېر بدلون نه دى موندلى.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون پخوانى مشر فضل احمد معنوي همدارنګه زیاتوي، زه په دې عقيده يم، چې د افغانستان شرايطو او وضعيت ته په پام او د تېرو پارلماني ټاكنو امنيت ته په پام هغه ډاډ، چې امنيتي ارګانونو د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وركړى له واقعيت لرې، له مبالغې ډك او لار وركوونكى دى.
په همدې وخت كې پوځي كارپوه امرالله امان وايي:
په افغانستان كې د امنيت ټينګښت بايد دايمي او سراسري وي ترڅو خلك په پوره ډاډمنتيا سره د راى وركولو په مركزونو كې خپل د خوښې وړ نوماند ته رايه وركړي.
د افغانستان امنيتي ارګانونو ژمنه كړې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلونكو ټاكنو كې به په سلو كې د نوي د رايو وركولو مركزونو امنيت ټينګ كړي.
د كورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي د ټاكنو د امنيت د ټينګښت په اړه اندېښنې آوازې ګڼي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنې په پام كې ده، چې د راتلونكي لمريز كال د وري په مياشت كې ترسره شي، خو دا به وخت وښيي، چې امنيتي ځواكونه به وكړاى شي د ټاكنو په بهير كې د رامنځ ته شويو نا امنيو مخه ونيسي.