تازه خبرونه

افغان او ازبکستاني پلاوي د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ

Published

on

کابل ته د ازبکستان هېواد راغلي لوړپوړي پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره پر اقتصادي او سیاسي وضعیت خبرې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې، چې ملا عبدالغني برادر له ازبکستانيو چارواکو سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيتي، اوسپنې  پټلۍ او برښنایي پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي؛ ازبکستان چمتو دی، چې د نړیوالو فورمونو پر مراعاتولو او له پرمختللې تکنالوژۍ کارولو له آمو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنه له اسلامي امارت سره د قوش‌تېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.

ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبکستان هېواد له دې پلاوي سره بیا د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ترانزیت او اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.

ملا برادر په دې ناسته کې ازبک لوري ته ډاډ ورکړ، چې قوشتېپې کانال به د افغانستان او ازبکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډ هېوادونه به نور هم سره نږدې کړي.

دغه راز په یاده خبرپاڼه کې راغلي؛ د  قوشتېپې کانال به د افغانستان او ازبکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډ هېوادونه نور هم  نږدې کړي. اسلامي امارت چمتو دی، چې د یوې ګډې هوکړې له لارې دغه حیاتي پروژه سرته ورسوي.

له دې سره بیا یاد ازبکستاني پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او زراعتي مسایلو خبرې کړي دي.

ازبکستاني پلاوي هم ویلي، چې د نړیوالو فورمونو پر مراعاتولو او له پرمختللې تکنالوژۍ پر کارولو له آمو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنې له اسلامي امارت سره د قوشتېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.

یاد پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره هم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړیتا خبرې کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي وضعیت ترڅنګ پر کرنه هم خبرې شوې دي.

د سیاسي چار کارپوهانو هم د دواړه هېوادونو اړیکي اړینې بولي.

سیاسي  شنونکی سید مقدم امین وایي: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي، امینتي اړیکې او همکاري کولی شي پر دواړو هېوادونو سر بېره د سیمي  پر اقتصاد، امنیت او سیاست هم مثبت اغېز وکړي.

دغه راز ازبکستاني پلاوي تېره ورځ د ملي دفاع وزارت له سرپرست ملا یعقوب مجاهد سره پر سرحدي مسایلو، امنیتي موضوعاتو او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version