تازه خبرونه
افغان او ازبک چارواکي افغانستان ته د برښنا لیږدولو په اړه هوکړې ته رسیدلي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي محمد حنیف اتمر نن په تاشکند کې له خپل ازبک سیال عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې دواړه خواوې افغانستان ته د برښنا د لیږد په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.
Acting Foreign Minister @MHaneefAtmar, heading a high-level delegation to Tashkent, met with Uzbek Foreign Minister Abdulaziz Kamilov. The two sides agreed on the signing of a power transmission agreement between the two countries & expanding cooperation in trade and transport. pic.twitter.com/EIvdMD9kfv
— MFA Afghanistan 🇦🇫 (@mfa_afghanistan) August 28, 2020
یاد وزارت څرګنده کړې، چې : دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د برښنا شرکت او ازبک انرژۍ وزارت ترمنځ به د برښنا د لیږد تړون لاسلیک او همدارنګه به د سوداګرۍ او ترانسپورت په برخو کې همکاري پراخه کړي.
په دې لیدنه کې کاملوف ویلي: مونږ هیله لرو، چې دغه تاریخي سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي او د سوداګرۍ، ترانسپورت، برښنا د لیږد او انرژۍ په برخو کې به خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
دواړو لوریو د سولې پر اهمیت او د سیمه ییزې سولې او اجماع په خوندي کولو کې د ازبکستان پر رول هم خبرې وکړې.
کاملوف زیاته کړې؛ مونږ هیله من یو، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ژر پیل شي او مونږ د ازبکستان پر ملاتړ د افغانستان تر مشرۍ لاندې د سولې له بهیر او د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوو.
افغان چارواکي اتمر، کاملوف ته د سولې خبرو اترو د پیل، د جمهوري نظام د ساتنې او د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
اتمر ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان حکومت قوي اراده لري او له ازبکستان سره به اړیکې نورې هم غښتلې او پراخه کړي.
نوموړي زیاته کړې: مونږ غواړو، چې له خپل دوست او ګاونډ هېواد ازبکستان سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې ښې کړو.
دواړو لوریو د دواړو هېوادونو د مشرانو د نظرونو د یووالي په موخه د لارې نقشې پر جوړولو هوکړه وکړه، چې تېره میاشت یې د تیلیفوني خبرو پر مهال د اړیکو پر اوږد مهاله پرمختګ ټینګار کړې.