سوداگري

افغان او اماراتي سوداګرو په ترکمنستان کې د نږدې ۱۰۰ میلیون ډالرو توکي وپېرل

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ افغان سوداګرو له ترکمنستاني شرکتونو سره د لومړۍ درجې چاڼ شويو پنبه‌دانو تېلو د پېرلو تړونونه کړي دي.

Published

on

 

د ترکمنستان دولتي توکو او خامو موادو راکړې ورکړې بورډ څرګنده کړی، چې د نومبر پر اووه‌لسمه په ترسره شویو سوداګریزو معاملو کې د دې هېواد د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او سوداګرو ترمنځ پنځه تړونونه د ۳۴۷ میلیون او ۳۱۰ زره منات او ۹۴۷ زره او ۲۵۰ ډالرو پر ټولیز ارزښت لاسلیک شوي دي.

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ افغان سوداګرو له ترکمنستاني شرکتونو سره د لومړۍ درجې چاڼ شويو پنبه‌دانو تېلو د پېرلو تړونونه کړي دي.

دغه راز اماراتي سوداګرو د خام او نه‌سپین‌شوي ټوکر د پېرلو لپاره هوکړې کړې دي.

د ترکمنستان په کورني بازار کې هم سوداګرو له« ترکمن‌تېل» دولتي شرکت سره د BND ۶۰/۹۰ بڼه تېلو او سړک جوړونې قیر د پېرودلو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ترکمنستان له روغتیا او طبي صنعت وزارت سره د خام ګلیسیریزیک اسید د پېرودلو یو تړون هم لاسلیک شوی، چې د شیرین‌بیان ‌بوټي له ریښې څخه ترلاسه کېږي.

Trending

Exit mobile version