سیمه ییز خبرونه
افغان او امريكايي چارواكو تيفا هوكړه ليك مثبت او گټور وباله
په امريكا كې افغان او امريكايي چارواكو د كابل او واشنگتن تر منځ د سوداگرۍ او پانگونې په اړه لاسليك شوى هوكړه ليك( تيفا ) مثبت او گټور وباله.
دواړه لوري وايي، چې:
د روان ميلادي كال ترپايه به په نړيوال تجارتي سازمان كې د افغانستان غړيتوب هم يقيني شي.
امريكايي چارواكو ژمنه كړې، چې له افغان سوداگرو ميرمنو سره به د بازار موندنې په اړوند به همكاري زياته كړي.
د افغانستان د سوداگرۍ وزير انوارالحق احدي په ډاگه كړې، چې:
د افغانستان او امريكا ترمنځ د سوداگريزو اړيكو او پانگونې هوكړه ليك يا تيفا په دوه زره څلورم كال كې لاسليك شوى. د دغه هوكړه ليك وروستۍ ارزونه ښيي، چې د دواړو هېوادونو په اقتصادي وده كې يې د پام وړ رول لوبولى دى.
ښاغلى احدي زياتوي، چې:
له نړيوالو غوښتنو سره سم مو په افغانستان كې د خصوصي سكتور د ودې او فعاليت لپاره ځانگړي قوانين هم جوړ كړي دي.
له بلې خوا د امريكا د سوداگرۍ د دفتر سرپرست مورنتس وايي، چې:
په اقتصادي وده كې د افغان– امريكا د ميرمنو د ټولنې رول مهم دى.
د هغه په وينا امريكا له افغان سوداگرو ميرمنو سره همكاري كوي، چې خپلو صنايعو ته وده وركړي او د پلور لپاره يې بازار ومومي.