تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Trending

Exit mobile version