تازه خبرونه

افغان او ایراني عالمانو په افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د وري ۱۷) په ډاګه کړې، چې د افغانستان او ایران دیني عالمانو د مشهد په ګډه غونډه کې د جګړې پر درولو ټینګار څرګند کړ.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دیني عالمانو د افغانستان د سولې له بهیرد ملاتړ له هڅو هرکلی کړی او د نړۍ او سیمې له هېوادونو یې غوښتي، چې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي او په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان لاسته راوړنې خوندي او وژغوري.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛په غونډه کې برخوالو د نړۍ له دیني عالمانو هم وغوښتل، چې په هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي.

سرچینې زیاته کړې؛ دیني عالمانو ټینګار کړی، چې د اسلامي نړۍ علما باید د الله پاک پر کتاب او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) پر سنتو تکیه وکړي، چې اسلامي یووالي او ورورولي پیاوړې او تلپاتې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیني عالمانو له دغې هڅې تود هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ دغه وزارت د سولې د روانو خبرو لپاره د اسلامي مرکزونو اوعالمانو ملاتړ او د بې ګناه مسلمانانو د وژنې د پای ته رسولو غوښتنه ستایي او د افغانستان حکومت او خلک په ​​دې اړه له خپره شويو اندونو او فتواوو تود هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دیني عالمان هم په دې وروستیو کلونو کې له مر و ژوبلې سره مخ شوي دي.

Trending

Exit mobile version