تازه خبرونه

افغان او ایراني چارواکو پر اړیکو ټینګولو او پولې څارنې هوکړه کړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۳۹۹)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر او د هغه ایراني سیال جواد ظریف پر ګډه پوله د ناقانونه تګ راتګ او قاچاق د مخنیوي په اړه هوکړه کړې ده.

دغه پرېکړه دې هېواد ته د افغان پلاوي د دوه ورځني سفر په پای کې رامنځته شوې ده.

د دغو څرګندونو له مخې؛ د پولې امنیتي کمیټې او د دواړو هېوادونو د اوسیدونکیو د هستوګنې قانوني کیدو کمیټې هوکړه کړې، چې د ناقانونه سفر او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د ګډې پولې امنیت ډاډمن کړي.

په اعلامیه کې راغلي: دواړو لوریو په افغانستان کې د پولې د تشو شویو پوستوپر ډکولو او د ایران اسلامي جمهوریت د ویزو په ورکړه کې د آسانتیا د رامنځته کولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو پرشتوالي ټینګار وکړ.

دواړو لوریو په جدي او ګټوره توګه د ګډو پولو د څارنې او کنټرول لپاره د دواړو هېوادونو د سرحدي ساتونکیو پر اړتیا ټینګار وکړ او ژمنه شوې، چې د ناقانونه تګ راتګ، انساني او مخدره توکو قاچاق او نورو پېښو مخه ونیسي.

دغه راز د پولې دواړو خواوو ته د روغتیا له نړیوال مقرراتو سره سم د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم هوکړه رامنځته شوې ده.

د همدې دوه ورځنیو لیدنې په بهیر کې اته کاري کمیټو په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراخولي په ګډون د اړخیزو موضوعاتو په اړه جلا جلا ناستې ترسره کړي.

په دې کمیټو کې د اسنادو پراخې کمیټې، د اتباعو د استوګنې قانوني کولو، پر پوله ګډه همکاري، کار، اوبه ، کلتوري همکارۍ ، انرژي او روغتیایي مسایل رانغښتي دي.

دواړو خواوو څرګنده کړې، چې د مناسبو دوه اړخیزو اړیکو د تنظیم او جوړښت لپاره به افغانستان او ایران د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د یو هراړخیز سند د وروستي کولو لپاره خبرې پیل کړي او داسې یو سند به وروستی او چمتو کړي، چې په درې میاشتو کې دننه لاسلیک شي.

ایران هم په افغانستان کې د سولې له هڅو هرکلی وکړ او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د آسانتیا لپاره یې چمتووالی څرګند کړ. دوی دا هم  ورکړ، چې د دغو خبرو د تر سره کولو کړربتوب ته هم چمتو دي.

دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو پر اړتیا ټینګارکړی، چې د باور فضا پرې رامینځته او د امکان تر حده ژر تر ژره د افغانانو د خپلکمنځي خبرو لپاره مثبته فضا رامنځته تلپاتی اوربند خوندي او سوله ټینګه شي.

په اعلامیه کې راغلي: په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع اهمیت ته په پاملرنه د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ او مشورې پیاوړتیا او په سیمه کې د موجوده ظرفیتونو د فعالولو په اړتیا ټینګار څرګند کړ.

دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د ګډ فرهنګي میراث، ژبې، مذهب او کلتور په ګډون د ښوونې او روزنې په برخو کې ګډو همکاریو ته اړتیا ده.

د وروستیو پېښو د ځاني زیانونو په اړه پراخ بحثونه خبرې اترې هم تر سره شوې دي.

د تېرې میاشتې په لومړیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د ایران پوله ساتونکيو شاوخوا ۵۰ افغان کډوال له ډبولو او وژلو وروسته د هریرود سیند غورزولي دي.

ایران دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دغه پېښه په افغانستان کې دننه رامنځته شوې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې اترې وشوې او دواړو لوریو د ترانسپورت په سکتور کې د همکارۍ لپاره پر یو لړ نوښتونو هوکړه وکړه او د چابهار بندر په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیت د همکارۍ محرک ځواک” په توګه د ټینګار وړ ښکاره شو.

دواړو لوریو د سرحدونو په اوږدو کې د ټولنیزو آسانتیاوو چمتو کولو پر اړتیا هم هوکړه کړې او څرګنده شوې، چې په دې اړه ګډو هڅو ته اړتیا ده.

له بلې خوا د سه شنبې پر ورځ ، د لویدیزې آسیا لپاره د ایران عمومي استازی سید رسول موسوي ایران ته د حنیف اتمر له سفر هرکلی وکړ.

موسوي په یوه ټویټ کې په ډاګه کړې: د یوه څانګوال په توګه غواړم  ووایم، چې تهران ته د اتمر سفر خورا مهم او هر اړخیز و.

هغه زیاته کړې: دغه سفر او په هر اړخیزو برخو کې هوکړې د هغو خلکو پر انګار د اوبو توئیول دي، چې د دواړو هېوادونو ښه نه غواړي.

ایران په تېرو ۴۰ کلونو کې د ملیونونه افغان کؤوالو کوربتوب کړی.

ویل کیږی، چې ایران پر۸۰۰۰۰۰  ثبت شویو کډوالو سربېره د نږدې یو نیم میلیون نا قانونه افغان کډوالو د اوسیدو ځای هم دی.

Trending

Exit mobile version