تازه خبرونه

افغان او ترکمن ولسمشرانو پر سیمه ییزو پروژو خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان ولسمشراشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف نن له غرمې وروسته تیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې په دې تیلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د ارګ د څرګندونو له مخې: د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د ترسره شویو کارونو؛ تاپي او تاپ پروژو او نوري فایبر شبکې د غزولو په اړه خبرې وکړې او د دغو پروژو د بشپړولو لپاره یې پر درې اړخیزو او څلور اړخیزو میکانیزمونو هم هوکړه وکړه.

په اعلامیه کې راغلي؛ د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو افغانستان ته پر وارداتي برښنا د خبرو پر مهال هوکړه وکړه، چې د افغانستان برښنا شرکت دې د ترکمنستان له لوري سره خبرې وکړي، چې د وارداتي برښنا ځانګړتیاوې او جزئیات وروستي کړي.

په دې تیلیفوني اړیکه کې د ترکمنستان ولسمشر ویلي؛ د دغه هېواد په مرسته په اقینې بندر کې یو جوړ شوی لوی جومات به، چې د ۵۰۰ لمونځ کوونکیو له ځایدو برخمن دی، په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.

ولسمشرغني نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر به د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version