تازه خبرونه

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې پر پیلیدا خبرې وکړې

Published

on

د اسلامي امارت د لومړي وزیر دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وفا حاجي یایف او راغلي پلاوي سره په پلازمېنه کابل کې وکتل.

د اسلامي امارت چارواکو څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې د ټاپي مشر محمد مراد امانوف او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه اویزوف هم حضور درلود.

د ټاپي پروژې محمد مراد امانوف هم د ټاپي پروژې د تخنیکي ستونزو او د کارموندنې او سوداګرۍ د آسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل.

مولوي عبدالسلام حنفي ويلي: له ترکمنستان سره د افغانستان اړيکې ښې دي او مونږ به يې د پراختيا لپاره کار وکړو.

هغه زیاته کړې: افغانستان ټاپي پروژه یوه ملي پروژه ده او مونږ هر وخت چمتو یو، چې د پلي کېدو لپاره یې عملي ګامونه پورته کړو.

د لومړي وزیر دوه یم مرستیال وایي؛ د دواړو هېوادونو اړوند ادارې به د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره کار وکړي.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال او ورسره مل پلاوي یې افغانستان ته په سفر کې څرګنده کړې، چې اوس په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کولو زمينه برابره شوې ده.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د ټاپي پروژې عمومي مشر محمد مراد امانوف او ورسره پلاوي د ټاپي پروژې د کار د ګړندي کېدو په موخه د هرات ته سفر کړې او هیله يي ښودلي، چې په افغانستان کې به د دې پروژې عملي چاري پیل کړي.

 دافغانستان د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ويلي، چې د راتلونکي هجري لمریز کال له پیل سره به په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چاري پیل شي.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: مونږ به د راتلونکي لمریز هجري کال له پیله په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چاري پیل کړو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړيو هم څرګنده کړې؛ که په هېواد کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي، په هېواد کې به ورسره سیمه ییز اقتصادي باور هم رامنځته شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند ویلي؛ ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا مهمه ده او په هېواد کې د دې پروژې د عملي کیدو لپاره ستر فرصت رامنځته شوی دی.

د اقتصادي چارو کارو پوه تاج محمد تلاش څرګنده کړې د افغانستان له اسلامي امارت  څخه غوښتي، چې له اوسني اقتصادي  بحران څخه د وتلو یوازنۍ لار د لویو اقتصادي  پروژو عملي کول دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي؛ اوس هغه وخت رارسیدلي، چې د افغانانو پر سترو اقتصادي دهلیزونو کارو نه پیل او  ګټي اخستني ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version