تازه خبرونه
افغان او ترکي چارواکي د افغانستان پرهوایي ډګرونو وغږېدل
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي له خپل ترکي سیال سره د انتالیا د ډیپلوماټیکې غونډې په څنډه کې د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړې.
امیرخان متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو ترڅنګ د هېواد د پېنځه نړیوالو هوايي ډګرونو په اړه، چې قطر او ترکیه یې مسوولیت په غاړه اخلي؛ خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پدې اړه ویلي؛ د کابل نړیوال هوايي ډګر ترڅنګ د هرات، بلخ، کندهار او خوست هوايي ډګرونه په هغه نوملړ کې شامل دي، چې د مسوولیتونو په اړه یې د اسلامي امارت چارواکي له ترکي او قطري چارواکو سره خبري کوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا، چې د اسلامي امارت له پلاوي سره ملتیا لري؛ یوې ترکي صباح ورځپاڼې ته ویلي، چې له ترکیې او قطر سره به د افغانستان د هوايي ډګرونو رسمي هوکړه ژر لاسلیک شي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي؛ مونږ په دوامداره توګه خبرې اترې کوو، وړاندیزونه تبادله کوو، ځینې مسایل د برښنالیک له لارې یا آنلاین شریکوو او ډېر پرمختګ شوی دی. ان شاالله مونږ به ډېر ژر یوې هوکړې ته ورسیږو.
د نړیوالو اړیکو شنونکی لعل محمد لامع وایي: هغه څه، چې ترکیې او قطر ته یې د افغانستان د هوايي ډګرونو د کنټرول په برخه کې لیوالتیا پیدا کړې؛ دا ده، چې دواړه هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو سیاسي چینلونه لري او همدارنګه په سیمه کې د هوايي ډګرونو د جوړولو او عملياتو په اړه ښه تجربه لري.
له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وه، چې پر ترکیې او قطر سربیره د عربي متحده اماراتو په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم لیواله دي، چې د هېواد د هوايي ډګرونو د پرمخ بیولو تړون ترلاسه کړي؛ خو د ټرانسپورټ وزارت ویلي؛ دغه تړون به هغه وخت وشي، چې د افغانستان ملي ګټي په کې یقیني شي.