تازه خبرونه
افغان بزګران د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له نويو لارو چارو کار اخلي- ملګري ملتونه
دې ادارې د خوړو نړیوالې ورځې په درشل کې شپږ نوښتونه وړاندې کړي، چې له ځايي خلکو سره د کرنیزو ستونزو په اواري کې مرسته کوي؛ د اوبو له کمښت څخه نیولې د خوراکي توکو تر ساتنې پورې.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(افای او) وايي؛ په ټول افغانستان کې بزګران د اوبو د سپما، د حاصلاتو له ټولولو وروسته د ضایعاتو کمولو او د کورنیو د عوایدو زیاتولو لپاره له نويو کرنیزو لارو چارو کار اخلي.
دې ادارې د خوړو نړیوالې ورځې په درشل کې شپږ نوښتونه وړاندې کړي، چې له ځايي خلکو سره د کرنیزو ستونزو په اواري کې مرسته کوي؛ د اوبو له کمښت څخه نیولې د خوراکي توکو تر ساتنې پورې.
په کندوز کې د لیزر پر مټ د ځمکې د اوارولو ټکنالوژۍ له بزګرانو سره مرسته کړې، چې د اوبو لګولو چارې ښې او اوبه او کیمیاوي سرې په کرنیزو ځمکو کې یوشان ووېشي.
افایاو له ۲۰۲۵ز.کال راپدېخوا اوبو لګوونکو ته د دغو وسایلو د ګډې کارونې زمینه او د هغو د کارولو روزنه برابره کړې، چې له ۲۳ زره ډېرې بزګرې کورنۍ ترې ګټه اخلي.
په فاریاب کې د مرخیړیو روزنې په هغو سیمو کې ښځو ته د عاید ګټلو زمینه برابره کړې، چې اوبه په کې کمې دي.
یوه ښځه هره میاشت تر ۴۰ کیلوګرامه مرخیړي تولیدوي او په ځايي بازارونو کې یې له پلورلو شاوخوا اته زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
دغه راز یې برابرې شوې روزنې او وسایل له ښځو سره مرسته کوي، چې خپل تولیدات زیات او ځايي بازارونو ته لاسرسی ښه کړي.
په پکتیا کې بزګران د مېوهلرونکو ونو ترڅنګ رشقه هم کري، چې د ونو د ودې پر مهال د خپلو څارویو واښه برابر کړي. دا لاره د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو په تولید کې مرسته کوي او د خاورې او اوبو د ساتنې چارې د کرنیزو ځمکو له ویجاړېدا څخه مخنیوی کوي.
په تخار کې لمریزې وچوونکې دستګاوې له ښځو سره مرسته کوي، چې مېوې او سابه د ژمي د اړتیاوو لپاره وساتي یا یې وپلوري.
د افایاو د څرګندونو له مخې؛ هغو کورنیو، چې له دغو دستګاوو کار اخیستی، د حاصلاتو له ټولولو وروسته یې ضایعات له شاوخوا ۲۶ سلنې څخه اوو سلنې ته راکم کړي دي. د دغو کورنیو نږدې څلورمه برخه توانېدلي، چې د خپلو وچو شویو محصولاتو یوه برخه وپلوري.
په بامیان کې د لمریزې انرژۍ پر مټ د پخلي دستګاوو کارونې د لرګیو او بوټو پر سون د کورنیو اړتیا راکمه کړې او پر هغو څړځایونو یې فشار کم کړی، چې وچکالۍ او د څارویو څرولو زیانمن کړي دي. دغه نوښت د اړوند سیمو د خلکو له هغو هڅو سره یوځای پلي کېږي، چې موخه یې د نباتي پوښ بېرته راژوندي کول او د تخریب شویو ځمکو بیارغول دي.
په هرات کې د انګورو د وچولو هغو خونو، چې هوا په کې چلیږي؛ د ممیزو کیفیت او د ساتنې بهیر ښه کړی دی.
د افایاو د راپور له مخې، د انګورو د وچولو وخت له شاوخوا ۳۰ ورځو څخه ۱۵ ورځو ته راکم شوی او د حاصلاتو له ټولولو وروسته ضایعات له ۴۰ او ۵۰ سلنې څخه ۱۰ یا ۱۵ سلنې ته راټیټ شوي دي.
دې ادارې د هغو زېرمو له جوړولو ملاتړ کړی، چې په کې پیاز، مڼې او کچالو له برښنايي سړوونکو سیسټمونو پرته ساتل کېدی شي.