سیمه ییز خبرونه

افغان بيسيم مخابراتي شركت د تري جي د وړاندې كولو جواز تر لاسه كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزيروايي، افغان بيسيم مخابراتي شركت د انټرنتي خدمتونو د وړاندې كولو په لاره كې يو بل گام اوچت كړ.

د افغان بيسيم رييس امين رامين خپلو مشتريانو ته ډاډ وركوي، چې ډېر ژر به تري جي خدمتونه وړاندې كړي.

افغان بيسيم كابو پېنځه زره كاركوونكي لري او د هېواد زياترو سيمو ته يې خپل خدمتونه رسولې دي.

افغان بيسيم په دوه زره دوه يم ميلادي كال كې د دېرش كاركوونكيو په زيار مخابراتي خدمتونه پيل كړل، چې اوس يې د كار كوونكيو شمېر پېنځه زره ته لوړ شوى دى.

افغان بيسيم د مايكرو ويب د شبكې د كړۍ له لارې ۴۰۰۰ زره كيلو متره ساحه تر پوښښ لاندې رواستي، چې په افغانستان كې د مخابراتي شبكو د ملا تير بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version