سیمه ییز خبرونه
افغان بيسيم مخابراتي شركت د ولسي جرگې ستاينليك تر لاسه كړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
افغان بيسيم مخابراتي شركت د غوره خدمتونو د وړاندې كولو له مخې د ولسي جرگې د شكايتونو د اوريدو كميسيون لخوا وستايل شو.
د ولسي جرگې د شكايتونو د اوريدو كميسيون دوشنبې په ورځ(د مرغومي۱۸) په خپله كاري ناسته كې افغان مخابراتي شركت يو غوره شركت ونوماوه.
د شكايتونو د اوريدو كميسيون رييس عبدالله باركزى وايي، چې:
افغان بيسيم مخابراتي شركت ته د ښه خدمتونو د وړاندې كولو له مخې ستاينليك وركړ شو.
افغان بيسيم په افغانستان كې هغه مخابراتي شركت دى، چې شاوخوا درې ميليون گډونوال لري.
د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين وايي، چې:
موږهيله من يو، چې خپلو گډونوالو ته غوره خدمتونه وړاندې كړو.
افغان بيسيم مخابراتي شركت، چې پر پر مختلليو تخنيكي وسايل سمبال دى، د افغانستان څلور دېرش ولايتونه يې تر پوښښ لاندې راوستي دي.