تازه خبرونه
افغان بڼوالو د نندارتونونو او سړخونو جوړولو غوښتنه کړې
په کندهار او تخار ولایتونو کې بڼوالو د خپلو حاصلاتو د پېرېدلو لپاره د نندارتونونو او سړخونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.
په کندهار کې بڼوالو د انارو د دوه ورځني نندارتون د پرانستني پر مهال ویلي، چې د دې ولایت انارو ته دي د بازار موندني لپاره نندارتونونه جوړ شي.
د کندهار په عېنو مېنه کې د کرنې وزارت او (دي-ای) موسيسې لخوا د دغه ولایت د انارو او یو شمېر نورو میوو حاصلات په ۳۴ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وه.
بڼوال پښتون نومي ویلي، دغه ډول نندارتونونه به دوی ته له نړيوالو مارکيتوونو سره د نښلېدو زمينه برابره کړې.
په کندهار کې د کرني ریاست د زراعتی چارو آمر محمد هارون شریفي ویلي، چې د کرنيزو حاصلاتو په ځانګړي توګه د انارو د بازار موندني لپاره به خپلي هڅي جاري ساتي.
د کندهار د کرني رياست د دغه نندارتون په څېر ورته نور پلانونه هم د کرنيزو محصولاتو د بازار موندني لپاره په پلان کي لري.
همدارنګه د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې بڼوالو ویلي، په روان کال کې د مڼو حاصل ښه و؛ خو د سړخونو او بازار د نشتوالي له کبله یې مڼې اوس د خرابېدو په حال کې دي.
دوی وایي، د مڼو حاصل یې سږ کال ښه و خو بازار نلري او له دې کبله د خرابېدو په حال کې دي.
د تخار د ورسج ولسوالۍ د بڼوالۍ خدمتونو مدیر محمد نعیم رحیمي په راتلوونکې کې د دوه وړو سرخونو د جوړېدو خبره کوي او وایي، دا سړخونې کولی شي د بڼوالو ستونزې تر یوه بریده حل کړي.
ورسج د تخار یوه لرې پرته او د سړې هوا لرونکې سیمه ده، چې د مڼو تر څنګ دغلته آلو بالو، ګیلاس، ناک، بادام، چهارمغز او زردالو هم شته او زیاتره خلک یې بڼوال دي.
هېوادوال په ځانګړي توګه د کندهار او تخار بڼوال په داسې حال کې د خپلو حاصلاتو لپاره د بازار موندنې او سړخونو لپاره اندېښمن شوي، چې په وروستیو جګړو یې حاصلاتو ته ګڼ زيانونه اوښتي دي.