تازه خبرونه
افغان بیسیم د نامداره شانداره پچې اچونې جایزې ووېشلې
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت چارواکو ویلي، چې نن ( دوشنبه د سلواغې ۶) افغان بیسیم د نامداره شانداره پچې اچونې جایزې پر ګټونکیو ګډونوالو ووېشلې.
افغان بیسیم مخابراتي شرکت د خپلو مشتریانو لپاره د نامداره شانداره پچې اچونې پروګرام غټه جایزه هغه سړی ته ورکړه، چې په پچه اچونه کې بریالی شوی و. په دې پچه اچونه کې د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ اوسیدونکی ته د کال ماډل موټر ووت او کونجي یې تر لاسه کړه.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سوداګریز مشر بالاجي وايي، چې دوی د مشتریانو تر منځ د پچې اچونې په پروګرامونو کې روڼتیا ته جدي پام کوي او دا جایزه هم له پوره روڼ بهیر وروسته ورکړ شوه.
نوموړي زیاته کړې؛ په تېرو درې میاشتو کې یې خپلو مشتریانو ته د پچې اچونې د بېلا بېلو پروګرامونو په لړ کې درې سوه نغدي او نانغدي جایزې ورکړي.
ثناالله، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پچې اچونې په پروګرام کې ګټونکی د غټې جایزې ګټونکی را وتلی او په پوره خوښۍ یې موټر تر لاسه کړ.
افغانستان بیسیم لومړنۍ مخابراتي شرکت دی، چې د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې مخابراتي هڅې پیل کړي او اوس یې نږدې د هېواد ټول ولایتونه تر خپل مخابراتي او انټرنټي پوښښ لاندې راوستي دي.