تازه خبرونه

افغان بیسیم د کونړ په چغان کې 3G خدمتونه فعال کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۲)

چغان د کونړ د مرکز یوه لرې پرته سیمه ده، چې خلک یې د افغان بیسیم له 3G انترنیتي خدمتونو برخمن شول.

چارواکي وايي، د دغو خدمتونو له پيلېدو سره به د چغان تر څنګ يو ​​شمېر سيمې او ولسوالۍ هم له دغو خدمتونو برخمنې شي.

د کونړ د مخابراتو رییس سجاد وايي: د چغان په یوه لوړ ځای کې د افغان بیسیم سایت پرانیستل شو. دا یو ډېر ښکلی ځای دی. دا په مرکز پورې اړه لري او د مرورې ولسوالۍ او وټه پور ولسوالۍ ځینې سیمې یې هم  پوښلي. مونږ د افغان بیسیم شرکت څخه مننه کوو.

په کونړ کې د اترا دفتر مشر اعجازالحق یوسفزی وايي: په پام کې ده، چې د کونړ ټولو ولسوالیو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو پروګرام وغزیږي.

د کونړ سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې د مخابراتي او انترنیتي خدمتونو د وړاندې کولو له کبله خوښي څرګندوي او وايي، چې د دې شبکې خدمات په کونړ ولایت کې پوره معیاري دي.

د کونړ والي احمد طحه وايي: له هر څه لومړی د افغان بیسیم له کارکوونکیو څخه مننه کوو، چې د کونړ خلکو ته یې دا خدمات وړاندې کړ. مونږ له ټولو شرکتونو او بنسټونو غواړو، چې د کونړ غرني ولایت ته دا ډول خدمات وړاندې کړي.

د کونړ والي مرستیال عبدالله حقاني وايي: کونړ یو غرنی ولایت دی. د ستنو شمېر بسنه نه‌کوي. زمونږ هیله دا ده، چې د خلکو ستونزې اوارې کړو او اسانتیا رامنځته کړو.

ځايي اوسیدونکي د افغان بیسيم شبکې له دغه کار څخه خوښي څرګندوي او غواړي، چې د دغه ولايت په ټولو لرې پرتو سيمو کې خلکو ته مخابراتي خدمات وړاندې شي.

د کونړ ولایت یو اوسیدونکی حیات الله نومی وايي: د دې سایت پرانیستل د دغو دوه ولسونو لپاره لویه لاسته راوړنه ده. له دې سره دغه دوه درې له مرکز سره ونښلول شوې. هغه ستونزې، چې پخوا خلک ورسره مخ ول، اوس حل شوې دي.

په ختیځ زون کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مسوولین د کونړ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دغه شرکت به د دغه ولایت ټولو لرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمات وړاندې کړي.

په ختیځ زون کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې مشر عطاالله ساحل وايي: دا سایت د دانګام، غازي‌آباد، ناړۍ، وټه‌پور او تر نورستان پورې د دغو دوه درو لپاره مهم رول لوبوي. که دا سایت  نه وي؛ نور سایتونه نشي کولی دا خدمتونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان بیسیم شبکې د امنیت له رامنځته کېدو سره نه یوازې په ختیځ زون کې خپل مخابراتي خدمتونه پراخ کړي، بلکې په دې وروستیو کې یې دغې شبکې د دغه زون ډېرې لرې پرتې سیمې د 3G او 4G انترنیتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستې دي.

Trending

Exit mobile version