تازه خبرونه

 افغان بیسیم مخابراتي شرکت په کابل کې د خرڅلاو او خدماتو نوی دفتر جوړ کړ

Published

on

افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مشتریانو د خدمتونو د دفترونو د پرانیستلو په لړ کې دا ځل په کابل کې د خرڅلاو او خدماتو نوی دفتر جوړ کړ.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینو ويلي؛ دوی په ټول هېواد کې د لوړ کیفیت انترنیت او مخابراتي خدماتو چمتو کولو ته ژمن دي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري وايي: مونږ هڅه کوو، چې د بیخبناوو(زیربناوو) د جوړولو په برخه کې زیات کار وکړو. هرچیرې، چې مخابراتي سایت جوړ شي؛ ورسره هېوادوالو ته کاري زمینه رامنځته کیږي. زمونږ موخه دا ده، چې متوازن انکشاف او پراختیا ولرو، خلکو ته پر وخت خدمات وړاندې او په هېواد کې دننه کاري زمینه رامنځته کړو.

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال حبیب الرحمن منصور وايي: افغان بیسیم شرکت په رښتیا هم د افغانستان په هر ګوټ کې خدمات وړاندې کړي او د دې شبکې د انترنیت بیه د نورو شرکتونو پر پرتله نسبتاً مناسبه ده. مونږ بیا هم له دې شرکت څخه غوښتنه کوو، چې خپل نرخونه نوي کړي.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ولي ګل جواد وايي؛ خوښ یوو، چې نن یو ځل بیا په یوه لویه لاسته راوړنه کې ګډون کوو، چې واقعاً ګټوراغېز یې ګټور دی.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولین هېوادوالو ته داسې زیری ورکوي؛ دا شرکت به لومړنی مخابراتي شرکت وي، چې په نږدې راتلونکي کې به د بدخشان واخان کې خپل خدمات وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version