پرمختګ او بشپړتیا
افغان بیسیم په افغانستان کې د آیفون پلورلو رسمې جواز تر لاسه کړ
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، افغان بیسیم په افغانستان کې د آپل کمپنۍ لومړنی پلورونکی شرکت دی او د دې جواز په تر لاسه کولو به خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.
افغان بیسیم مخابراتي شرکت د آپل له کمپنۍ سره د یوې هوکړه لیک په اساس د آیفون ۶ او ۶ پلس د پلورلو جواز تر لاسه کړ. د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، د مخابراتي خدمتونه لپاره دوی پانګه اچونه کوي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، مونږ ډېرو لیرې پرتو سیمو ته انترنیتي خدمتونه ورسول. ناامني او ځینې وختونه د لږو امکاناتو لرل زمونږ یوازنۍ ستونزې دي.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ و وزارت مرستیال سید وهاب سادات د افغان بیسیم له خدمتونو ستاینه کوي او وایي؛ د مخابراتو وزارت تل هڅه کوي، چې له مخابراتي شرکتونه سره همکار وي او له دوی ملاتړ وکړي.
د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو سره هېوادوال کولی شي له افغان بیسیم مخابراتي مرکزونو څخه په پوره ډاډ یاد آیفونونه تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه شرکت د ورنتۍ خدمتونه او انترنیتي آسانتیاوې هم وړاندې کوي.
خبریاله: نبیله حفیظي.