سیمه ییز خبرونه
افغان بیسیم په خوست کې گرځند انترنتي آسانتیاوې رامنځته کړې
په خوست ولايت کې په لومړي ځل د افغان بيسيم مخابراتي شرکت لخوا په گرځند تيليفون کې د انټر نېتي خدمتونو لپاره د سوپر واى فاى پروگرام پيل شو.
محمدرسول عادل رپوت راکوي، چې په خوست کې افغان بيسيم مخابراتي شرکت د اى ټي برخې مسوول انجينر اسلم وایي:
دا لومړى ځل دى، چې د خوست خلکو او په تېره بيا ځوانانو او خبريالانو د هغو ستونزو د اوارې لپاره د سوپر واى فاى خدمتونه وړاندې کيږي.
د نوموړي په وینا:
مونږ د انټرنېت د نشتوالي او ياهم د انټرنېتي سرعت د کموالي له کبله له ستونزو سره مخ وو؛ خودا چې خلك ترې څه ډول گټه پورته کولى شي په اړه يې نوموړى داسې وايي:
د خوست د مخابراتو او معلوماتي تيکنالوژۍ ریيس او نور ځوانان هم د افغان بيسيم مخابراتي شرکت دغه گام ستايي او هيله لري، چې ډيرى ځوانان او په تېره بيا د فترونو کارکوونکي او خبرياڼوته به ډېر گټور تمام شي.
د خوست د مخابراتو ريس وايي؛ سره له دې، چې ځيني خلك د گرځند له لارې گواښل كيږي؛ خو تراوسه هم د افغان بيسيم له سيم كارت څوك نه دي گواښل شوي.
د خوست خلك هيله لري، چې ټولې تيليفوني شبكې دې د افغانانو مالي توان ته په كتو د خبرو كولو لگښت ته پاملرنه وكړي.
د یادونيوئ ده، چي اوس په خوست کې د گرځند پينځه مخابراتي شبكې فعالې دي.
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
سوداگري5 days ago
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم او عدالت فراه مساوي شول او میوند لوبډلې جوانان واحدي ته ۲ ګولونه ورکړل
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر کال پر زړه د سوريو ۷۰۰ ماشومانو درملنه وشو – سره میاشت
-
تازه خبرونه1 day ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري2 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه5 days ago
سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو