تازه خبرونه

افغان بېسيم مخابراتي شركت د بانكي خدمتونو جواز تر لاسه كړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانك رييس نورالله دلاوري وايي، افغان بيسيم مخابراتي شركت د ماى مني په نوم د بانكي حساب پيلولو جواز په رسمي توگه تر لاسه كړ.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت مرستيال بريالى حسام وايي، د دغه سيستم له لارې مشتريان كولى شي، چې پيسې په گرځند وليږدوي او د نړۍ له هر گوټ څخه كالي وپيري.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين وايي، چې دغه شركت له نوي كابل بانك او ميوند بانك سره تړون لاسليك كړى او تازه يې ماى مني بانكي سيستم هم فعال كړى دى.

د ولسي جرگې غړي عبدالقادر ځاځى د افغان بيسيم دغه بانكي حساب يو نوښت وباله او زياته يې كړه، چې دا كار د اداري فساد په مخنيوي كې هم گټور تماميداى شي.

افغان بيسيم مخابراتي شركت په كابل او څلورو زونونو كې د ماى مني ۱۲۵ څانگې پرانيستي دي.

دغه سيستم سر له اوسه په كابل كې فعال شوى او په نږدې راتلونكې كې به په ولايتونو كې هم فعال شي.

Trending

Exit mobile version