تازه خبرونه
افغان بېسیم خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه لرې پرتو سیمو ته وغزول
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مشر څرګنده کړې؛ د امنیت له ډاډمنېدو سره مو خپل خدمتونه د روزګان، لغمان، لوګر، هلمند او پکتیا ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې هم فعال کړي دي.
افغان بیسیم مخابراتي شرکت په هېواد کې د امنیت له خوندیتوب او د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د هېواد په لریو پرتو سیمو په ځانګړي توګه روزګان، هلمند، لغمان، لوګر او پکتیا ولایتونو ته د درېیم نسل انټرنیټي او مخابراتي خدمتونه پراخه کړي دي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مشر علی الله سروري وايي؛ په پخوانیو ناامنو سیمو کې د افغان بیسیم د ۳۳ سایټونو عملیات له سټلایت څخه مایکرو ویب ته اوښتي، چې مشتریانو ته د د تري جي یا درېیم نسل انټرنټي خدمتونه هم وړاندې کړي.
علی الله سروري زیاته کړې؛ دا مهال د هلمند ولایت د کجکي او سنګین ولسوالیو اوسیدونکیو ته د درېیم نسل انټرنیټي خدمتونو د برابرولو کار روان دی.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مشر د څرګندونو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به غور ولایت له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او د کونړ او نورستان ولایتونو لرې پرتې سیمې به هم د درېیم نسل انټرنیټ له آسانتیاوو برخمنې شي.
د هېواد هغه اوسېدونکي، چې پخوا یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود؛ اوس د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له دې هڅو هرکلی کوي.
دوی، چې پخوا به د سپوږمکۍ یا سټلایټ سیسټم له لارې له لږ آسانتیاوو سره مخابراتو ته لاسرسی درلود؛ اوس د افغان بیسیم د مایکروویب له خدمتونو څخه خوښ دي.
افغان بیسیم مخابراتي شرکت شاوخوا شل کاله مخکې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ، چې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د تخنیکي کارپوهانو په وینا ټول افغانستان ته یې په چټکۍ خدمتونه پراخ کړي دي.