ساینس او ټیکنالوژي
افغان بېسیم مخابراتي شرکت په کاپیسا ولایت کې د مشتریانو د خدمتونو څانګه پرانیستله
د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مشتریانو د خدمتونو دفتر پرانیستل شو.
افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون رییس د دې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د کاپیسا په مرکز کې د پېرودونکیو د خدمتونو د دفتر له پرانیستلو سره به د مخابراتو او انترنیت په برخه کې د دې ولایت د اوسیدونکیو ستونزې اوارې شي.
د دې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د کاپیسا مرستیال والي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رییس، د اترا ادارې رییس او د دې ولایت یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.
د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسوولين وايي، چې د پېرودونکیو د خدمتونو د دې دفتر له پرانیستلو سره سم يې د کاپيسا په مرکز کې د 4G انترنیتي خدمتونه هم فعال کړي دي.
د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د مرکزي زون رییس سلیمان خرم وايي، د پېرودونکیو د خدمتونو دغه دفتر په ټولو پرمختللیو اسانتياوو سمبال دى او له دې وروسته به د مخابراتو او انترنیت په برخه کې د دغه ولايت د اوسیدونکیو ستونزې پخپل وخت اوارې شي.
د کاپیسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان د دې ولایت په مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پېرودونکیو د خدمتونو د دفتر د پرانیستلو او د دې شبکې د 4G انترنیتي خدمتونو له فعالېدو هرکلی وکړ او دا اقدام یې د خلکو د ستونزو په اوارۍ کې اغېزمن وباله.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د کاپیسا ټوله جغرافیه امن ده او له افغان بیسیم شرکت څخه یې وغوښتل، چې د دې ولایت په ولسوالیو کې هم خپل خدمتونه پراخ کړي.
دغه راز د کاپيسا ولايت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رييس مولوي دلاور برهان د دغه ولايت په ولسواليو کې د مخابراتي او انترنيتي خدمتونو په برخه کې شته ستونزو ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ، چې دغه رياست د ټولو مخابراتي شرکتونو په ځانګړي توګه د افغان بيسيم مخابراتي شرکت خدمتونو په وړاندې کولو کې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د کاپیسا ولایت یو شمېر اوسیدونکي د دغه ولایت په مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د نوې څانګې دفتر پرانیستل او د 4G انترنیتي خدمتونو له فعالیدو خوښي څرګندوي.
د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسوولين وايي، په کاپيسا ولايت کې د مخابراتو او انترنیټ په برخه کې شته ستونزو ته پر پاملرنه به هڅه وکړي، چې په راتلونکي کې د دغه ولايت له ځايي چارواکو سره د همغږۍ له مخې په بېلابېلو لریو پرتو سيمو کې هم مخابراتي او انترنیتي خدمتونه په اساسي او معياري توګه فعال کړي.