سیمه ییز خبرونه

افغان جت هوايي شركت له كابل څخه ترينكوټ ته لومړنۍ الوتنه تر سره كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان جت هوايي شركت، چې په دې وروستيو كې د خصوصي هوايي شركتونو په كتار كې فعال شوى، خپله لومړنۍ الوتنه يې له كابل څخه د روزگان ولايت مركز ترينكوټ ته تر سره كړه.

د ملكي هوايي چلند د خپلواكې ادارې مرستيال محمود شاه حبيبي افغان جت د هوايي ليږد را ليږد لپاره په ځانگړي توگه بې برخو ولايتونو ته ارزښتناك گام وباله.

په ولسي جرگه كې د روزگان د خلكو استازي عبيدالله باركزي په ترينكوټ ښاركې د افغان جت شركت د الوتنې د پرانيستې پر مهال، له دې ولايت سره د هوايي كرښې نښلول مهم پرمختگ وباله.

هغه وويل، په افغانستان كې د هوايي فعاليتونو پراختيا په ځانگړي توگه روزگان ته د افغان جت شركت د الوتنو پيل په اقتصادي ودې كې مرسته كوي.

د روزگان امنيه قوماندان جنرل مطيع الله وايي:

روزگان ته د افغان جت هوايي شركت منظمې الوتنې به د پوليسو، پوځ او د ملي امنيت د كاركوونكيو د سفرونو لپاره ښه خبره وي.

د افغان جت هوايي شركت مرستيال انجينر حسيب الله كليمزوى وايي:

روزگان ته د افغان جت هوايي شركت د الوتكو د الوتنو پيل يو ښه گام دى او خلكو ته به په هوايي برخه كې ښه خدمتونه له لږ لگښت سره وړاندې كړي.

افغان جت هوايي شركت د روان لمريز كال د وري په ۲۱ خپل فعاليتونه پيل كړل او اوس د دې شركت الوتكې په كابل، هرات، كندهاراو هلمند ولايتونو كې فعاليتونه لري.

د هوايي ليږد را ليږد په سيستم كې دا شركت له سي آر جي – ۲۰۰ ډوله الوتكو استفاده كوي، چې د ورځې په نړيوالو معيارونو برابرې دي.

دا الوتكې له معياري خونديتوب برخمنې دي، له نورو الوتكو يي سرعت هم ډېر دى او له يوه ځانگړي سالون يا وي آى پي څخه يې مسافر گټه اخلي.

Trending

Exit mobile version