سیمه ییز خبرونه
افغان حكومت او اروپايي ټولنې د اوږدمهاله همكاريو پر تړون غور كوي
په كابل كې د المان سفير روديگر كوينگ د كاري دورې د پاى ته رسيدو په مناسبت يوې جوړې شوې غونډې ته خپل ټينگار داسې څرگند كړ:
آلمان له افغانستان سره پخپلو ژمنو ولاړ دى.
روديگر كوينگ وايي، چې افغانستان په تېرو لس كلونو كې د پام وړ پرمختگ كړى او افغان ځواكونه د دې جوگه دي، چې د هېواد امنيت پخپله وساتي.
د ښاغلي كوينگ په وينا، آلمان به تر دوه زره څوارلسم عيسوي كال پورې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو كې څلور سوه دېرش ميليون يورو مرسته وكړي او تر دوه زره اوولسم عيسوي كال پورې به يوازې د افغان پوځ د سمبالولو لپاره هر كال يو سل و پنځوس ميليون يورو مرسته كوي.
دى د دغې مرستې په اړه وايي، هېواد يې د بن، لسبون، شيكاگو او توكيو كنفرانسونو په لړ كې پخپلو كړيو ژمنو ولاړ دى.
په افغانستان كې د المان سفير روديگر كوينگ وايي:
نړيواله ټولنه به له ۲۰۱۴م كال وروسته هم په افغانستان كې خپل حضور ته دوام وركړي. غواړم ووايم، چې آلمان به د خپلو ژمنو په اساس له افغانستان سره خپلو همكاريو ته دوام وركړي.
رديگر كوينگ زياته كړه، چې افغان حكومت او اروپايي ټولنه د دواړو لوريو ترمنځ د همكاريو تړون د لاسليكولو پر سر پر خبرو بوخت دي.
دى دغه تړون د افغانستان د راتلونكي لپاره گټور بولي او ټينگار كوي، چې افغانستان بايد له اروپايي ټولنې او په ټوليزه توگه له نړيوالې ټولنې سره خپلې اړيكې پراخې كړي.
نوموړى همداراز د افغانستان په سوله او ثبات كې د پاكستان رول كليدي بولي.
نوموړي ټينگار و كړ، چې:
د يوه مستقيم گاونډ په توگه د افغانستان په سوله او ثبات كې د پاكستان رول خورا ډېر مهم دى. المان پدې باور دى، چې پاكستان د افغانستان او سيمې د سوله ايز پرمختګ او ثبات په برخه كې كليدي رول لوبولى شي.
ښاغلى كوينگ په افغانستان كې خپل ماموريت مثبت وگاڼه او ټينگار كوي چې، افغانان بايد د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو په ترسره كولو كې له پوره دقت څخه كار واخلي او خپل برخليك ته مثبت ليدلورى وركړي.