سیمه ییز خبرونه
افغان حكومت تر اوسه له ملا عبدالغني برادر سره د اړيكو په ټينګولو نه دى بريالى شوى
يوولس ورځې مخكې پاكستاني چارواكو تائيد كړه، چې د طالبانو د تحريك مرستيال ملا عبدالغني برادر يې له بنده خوشې كړ، خو افغان حكومت تر اوسه له ملا عبدالغني برادر سره د اړيكو په ټينګولو نه دى بريالى شوى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، چې بهر ته د افغان چارواكو وروستي پرلپسې سفرونه د دې لامل شوي، چې افغان حكومت تر اوسه له ملا عبدالغني برادر سره د اړيكې په ټينګولو بريالي نه شي.
تر اوسه دا نده معلومه، چې ملا برادر چېرې اوسي، او ايا هغه به له افغان چارواكو سره خبرو ته كښينې لكه څومره، چې افغان چارواكي ورته ليواله دي؟
د طالبانو د جهش المسليمن پخوانى مشر سيدا اكبر آغا د خپلو معلوماتو له مخې وايي، چې ملا برادر لاهم خپلې كورنۍ ته نه دى رسېدلى او د پاكستان په قيد كې دى.
نوموړی همدارنګه وايي، چې پاكستان نه غواړي ملا برادر افغان حكومت ته وسپاري، چې په وېنا يې دا د افغانستان په چارو كې د پاكستان لاسوهنه په ډاګه كوي.
افغان چارواكي وايي، چې ملا برادر پر پاكستان د افغانستان د فشارونو په پايله كې په دې نيت خوشې شو، چې نوموړى به د سولې د بهير په بريالي كولو كې له افغان حكومت سره مرسته وكړاى شي.